د پوهنې وزارت معین: ټولنه، دولت او رسنۍ بې‌سواده دي

د پوهنې وزارت د سواد زده‌کړې معین سردارمحمد رحیمي کابل کې د سواد زده‌کړې نړۍوالې ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وویل، د افغاني ټولنې لویه برخه نالوستې ده او داسې ټولنه کې باید رسنۍ ستر رول ولوبوي.

ښاغلی رحیمي وايي، له تخنیکي اړخه رسنۍ مثبتې خو د اطلاع رسولو برخه کې کمزورې دي چې ځېنې وخت د ملي ګټو پر خلاف راپورونه خپروي او ډېری وخت رسنۍ خپله په دې نه پوهېږي چې ټولنې ته څه وړاندې کوي.

د ده په وینا، ان ځېنې رسنۍ له نورو ځایونو هدایت کېږي او ځېنو وختونو کې د اطلاعاتو ازادي د ټولنې په زیان ده، په‌داسې حال کې چې نیت به یې داسې نه وي.

په همدې حال کې د خپلواکو رسنیو ملاتړ د ادارې د پروګرامونو مسوول نوید محمدي وویل، په وروستیو ۱۵ کلونو کې رسنۍ ډېرې شوې‌دي او په همدې پیمانه یې د سواد زده‌کړې برخه کی ښه رول لوبولی دی.

هغه وايي، د پوهنې وزارت څه موده مخکې ۳۴ ولایتونو کې خپلو ادارو ته مکتوب استولی چې پرته د پوهنې له رییس بل څوک حق نه‌لري چې رسنیو سره مرکه وکړي یا هم ورسره معلومات شریک کړي.

ښاغلی محمدي زیاتوي، د نی ادارې په باور دا مکتوب په څرکنده توګه د اساسي قانون او معلوماتو ته د لاس‌رسي له قانونه سرغړونه ده چې دوی په‌دې اړه پوهنې وزارت ته مکتوب هم استولی او ورنه غوښتي يې دي چې په‌دې اړه غور وکړي.

خو د پوهنې وزارت د سواد زده‌کړې معین د نی ادارې مکتوب په اړه بې‌خبري ښيي او وايي، ولایتونو کې باید د پوهنې ریاستونو لومړي کسان رسنیو سره اطلاعات شریک کړي، نه د دغو ادارو ماموران.

 د سواد زده‌کړې نړۍواله ورځ په‌داسې حال کې نمانځل کېږي چې دا مهال د افغانستان شاوخوا ۶۰ سلنه له ۱۵ کلونو لوړ عمرلرونکي نالوستي دي چې د پوهنې وزارت د سواد زده‌کړې معین وايي، دوی په‌دې اړه نوي پلانونه لري او شونې ده چې راتلونکیو لسو کلونو کې د سواد زده‌کړې کچه ۱۰ سلنه نوره هم لوړه شي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام