د پوهنې وزارت چارواکو نن چهارشنبه (فبروري ۱۷) په دغه وزارت کې له مرکز او ولایتونو سره د معلوماتي ټکنالوژۍ د بنسټیزجوړونې دویم پړوا پرانیست غونډې ته وویل، چې یاد مرکز کولای شي په ښوونیز نظام کې ځینې اسانتیاوې رامنځته کړي.
د پوهنې وزارت د ټکنالوژيکي مرکز د دویم پړاو د پرانستلو پرمهال د پوهنې وزیر د یوشمېر ولایتونو د پوهنې رییسانو سره په ازمايښتي ډول غږیز او انځوریزې خبرې وکړې.
د بې ځایه کاغذ مصرفولومخنیوی، د پوهنې وزارت د مسولینو حاضري او غیر حاضریو په نښه کول، شهادت نامو او یوشمېر نورو ستونزو هوارۍ د دې ټکنالوژيکي مرکز دندې دي.
د پوهنې وزارت د ټکنالوژيکي مرکز رېیس احمد شاه وايي، دغه پروژه درې پړواونه لري، چې په لومړي پړاو کې یې د کابل ښار د پوهنې ریاستونه نښلولي په دویم پړوا کې یې د ټولو ولایتونو د پوهنې ریاستونه سره یې سره ونښلول.
نوموړي زیاته کړه، چې د ټکنالوژۍ د یاد مرکز په لومړي پړوا ۲،۷ میلیونه ډالر لګیدلي او په دویم یې ۲،۲ میلیونه ډالره لګیدلي دي.
د هغه پر خبره، د پوهنې ښوونیز نصاب، چې ویډيو ګانوته اوښتي ځای پرځای کيږي او هر زده کوونکی کولای شي، چې د ځانګړي اپلیکشن له لارې په خپلو کمپيوټرو کې له نیټ پرته ترلاسه کړي او درس ته لاس رسی ولري.
د پوهنې وزارت چارواکي وايي، تیر کال یې ۱۵۰ ښونځي ددې مرکز پرمټ ونښولو او په پام کې ده، چې سږکال هم ۱۵۰ ښونځي به سره ونښلوي.
بل خوا د مخابراتو اومالوماتي ټکنالوژۍ وزارت مرستیال ایمل مرجان جوړه شوې غونډه کې وویل، چې دوی د پوهنې وزارت سره درې کاله وړاندې یو هوکړه لیک لاسلیک کړی، چې له مخې يې توانیدلي تیر کال د بیلا بیلو ولایتونو ۱۰۰ ښوونځيو ته ۵۰۰۰ ډيسک ټاپ کمپيوټرونه ورکړي.
مرجان زیاتوي، چې په نږدې راتلونکې کې د ۱۲۰ ښونځيو لابراتوارونو له پاره هم کمپيوټر په پام کې نیول شوي دي.
جوړې شوې غونډې ته کابل کې د ډنمارک سفیر "اوفه ولفیکل" وویل، چې تر راتلونکو درېیو کلنو پورې به ډنمارک د افغانستان پوهنیز نظام سره ۵۵ میلیونه ډالره مرسته وکړي.
ولفیکل زیاته کړه، چې له دې وروسته د پوهنې وزارت سره خپلې مرستې د نړیوال بانک له لوري ورکوي.
د پوهنې وزارت چارواکي وايي، چې د دغه وزارت سره د ډنمارک شاهي مشروطه هېواد په تېرو ۱۳ کلنوکې ۱۴۹،۵ میلیونه ډالره مرسته کړې.
د راپورونو پر بنسټ د دغه هېواد ټولې پيسې د کتابونو په چاپ، ښوونځيو ودانۍ جوړول، ټکنالوژۍ، لیک لوست، د ناامنیو سیمو زده کوونکوته لیلیې جوړولو، د ښوونې پرمعیاري کولو، د ښوونکو پر دیني روزنه، ظرفیت جوړونې او ښوونیز نظام پرملاتړ لګولي دي.