د کورنیو چارو وزیر ویساحمد برمک د یکشنبې په ورځ په اجرایوي ریاست کې وویل چې د نړۍوالو همکارانو، د لوړپوړیو امنیتي چارواکیو، دیني عالمانو، مدني بنسټونو او د ښځو د مدافعانو په مشوره یې د پولیسو د سمون څلور کلنه تګلاره جوړه کړېده.
ښاغلی برمک د دې تګلارې د تدوین موخه په کورنیو چارو وزارت کې سیستماتیک اصلاحات او د پولیسو سالم سمون په ګوته کړ.
د کورنیو چارو وزیز زیاته کړه چې د دې وزارت زیانمنې شوې برخې یې په نښه کړي او د نړۍوالو همکارانو په مرسته یې په اصلاح پیل کړیدی.
اجرایوي رییس د دې تګلارې هرکلی وکړ او ویې ویل چې د ښځینه پولیسو ستونزو ته د رسېدا په پار باید پهدې وزارت کې یو معینت جوړ شي.
د پولیسو د اصلاحاتو دا څلور کلنه ستراتېژي په ۷۰ مخونو کې جوړه شوېده.