د بغلان ولایت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې ګهیځ وختي په درېیو بجو د غلو ۷ کسیزې ډلې د یو میلمستون ۱۳۰ مسافر لوټلي، سره زر او پيسې یې ترې وړي دي.
د دې مسافرو پر خبره، د غلو له خوا د پلټنې عملیاتو دوه ساعته دوام وکړ، خو امنیتي ځواکونه داسې مهال راورسېدل، چې غله له سیمې تللي وو.
دغو مسافرو سلام وطندار ته وویل، له پېښې وروسته مرکزي بغلان ولسوالۍ ته ورغلل، خو د چارواکو په لیدلو بریالي نه شول او یوازې یې خپل شکایتونه ثبت کړل.
د مسافرو پر خبره، میلمستون له امنیتي پوستې یو کیلومټر واټن لري، خو امنیتي ځواکونه خورا وروسته سیمې ته ورغلل. په میلمستون کې د ۳۰۳، ۴۰۴ او د ۸ کوچنیو موټر مسافرو مېشت وو، چې کندوز ته تلل.
د شمال ختیځې حوزې د پولیسو ویاند محفوظ الله اکبري پېښه تاییدوي او وايي، چې د میلمستون د مالک په ګډون دوه تنه نیول شوي دي او د نورو کسانو د نیولو له پاره د پولیسو هڅې روانې دي.
تر اوسه پورې د لوټل شویو پیسو او جنسونو شمېر معلوم نه دی.
له دې مخکې د بغلان په چهار شنبه تپه سیمه کې غلو د لویې لارې مسافر لوټلي وو. د شمال ختیځې حوزې د پولیسو چارواکي وايي، د دې لارې د امنیت خوندیتوب له پاره یې مرکزي چارواکو ته وړاندیز کړي، چې د دوو پوستو جوړولو منظوري ورکړي.