د پروان چاریکار ولسوالۍ نږدې ۵ زره اوسېدونکي به د څښاک له پاکو اوبو برخمن شي

د افغانستان اوبو رسولو او کانالیزاسیون عمومي ریاست چارواکي وايي، چې په پام کې لري د پروان ولایت په چاریکار ولسوالۍ کې د څښاک پاکو اوبو ۳ شبکې جوړ کړې کړي.

د یاد ولایت سیمه‌ییز چارواکي وايي، چې دغه ۳ شبکې به د چاریکار ښار په ۳ مرکزي سیمو کې جوړې شي، چې له مخې به یې ۴ زره او ۸۰۰  اوسېدونکي د څښاک پاکو اوبو ته لاس رسی پیدا کړي.

د معلوماتو له‌مخې، د دې ۳ شبکو لګښت ۳۸ میلیونه افغانۍ اټکل شوی دی، چې د اوبو رسولو او کانالیزاسیون عمومي ریاست له‌خوا به د یو کال په موده کې بشپړ شي.

د پروان والي محمد عاصم عاصم د دې شبکو د پرانستینې په مراسمو کې وویل، چې له بشپړېدو وروسته به د زیاتو کورونو اساسي ستونزې حل شي.

په همدې حال کې د اوبو رسولو او کانالیزاسيون عمومي رییس حمید الله دُراني وویل، د ملي وحدت حکومت په پام کې لري، چې تر راتلونکو ۵ کلونو پورې د هیواد ټول وګړي په ۲۴ ساعته توګه د څښاک پاکو اوبو ته لاس‌رسی پېدا کړي.

د راپور پر بنسټ، د اوبو رسولو د دغه ۳ شبکو اوبه په نلونو کې د سالنګ ولسوالۍ څخه راځي.

په ډاګه دې وي، دا لومړی ځل دی چې د پروان ولایت د اوسيدونکو اساسي ستونزې ( د څښاک اوبو ته لاس‌رسي) په برخه کې حکومت جدي پاملرنه کوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام