د پروان ځايي سرچينې وايي چې تېره ورځ ماښام داعش ډلې پورې تړليو کسانو په يوه جومات کې پر لمونځ کوونکيو ډزې کړې دي.
د پروان د پولیسو د امنیت امر عبدالواسع رحیمي سلاموطندار ته وايي، په دې ډزو کې ۸ کسان وژل شوي او ۷ نور ټپيان دي.
د ياد ولايت امنیې قومندان محمدهارون مبارز وايي چې دا پېښه د پروان مرکز د چاریکارو ښار «خلازیو» سیمه کې شوې ده.
نوموړی وايي چې داسې نښې شته چې دا ډزې د داعش ډلې له لوري شوې دي.
په ورته وخت کې د خوست د والي ویاند طالب منګل هم وایي چې د سېشنبې په شپه د صبریو او یعقوبیو ولسوالۍ اړوند «ګورچکو» سیمه کې وسلهوالو د تراوېح پر لمونځ کوونکيو برید کړی چې ۳ لمونځ کوونکي په کې وژل شوي او یو ماشوم ټپي شوی دی.
تر اوسه پورې کومې ډلې د يادو بريدونو مسووليت نه دی منلی.
طالبان د خوست برید په اړه څه نه وايي؛ خو ادعا کوي چې د پروان بريد افغان امنيتي ځواکونو کړی دی. د دوی په وينا، په دې بريد کې ۹ لمونځ کوونکي وژل شوي او ۱۰ نور ټپيان دي.
خو د پروان د والي ويانده وحيده شهکار بيا د طالبانو دا ادعا ردوي.
دا بریدونه داسې مهال کېږي چې افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت يا یوناما افغان حکومت او طالبان د ملکي مرګژوبلې مسوولان بولي او له دواړو خواوو غواړي چې تاوتریخوالی کم کړي.