د پروان ولایت په کچه لومړنی معیاري کتابتون

دغه ولایت کې د لومړي ځل له‌پاره داسې یو کتابتون جوړ شوی دی چې د ټول ولایت اکادمیکې اړتیاوې پوره کولی شي.

صالح‌‌ محمد چې په معلم لالاګل مشهور دی. وايي، د پروان ولایت د یو زده‌کړیال کیسه د دغه کتابتون د جوړولو انګېزه بولي. معلم لالاګل کیسه کا د تخار ولایت یو استوګن چې په پروان پوهنتون کې یې زده‌کړې کولې؛ په یوې علمي موضوع کې معلوماتو پيداکولو ستړی کړی و. زیاتوي، پروان کې هېڅ داسې کتابتون نه و چې د دغه او د نورو زده‌کړیالانو عملي اړتیاوې پورړه کړي. معلم لالاګل وايي، یاد زده‌کوونکي اقتصادي ستونزه لرله نه یې شوای کولی تر کابله ولاړشي او د خپل سیمینار اړوند عملي توکي د مرکز له کتابتونو پوره کړي؛ په خبره یې دا چاره لامل شوه په پروان کې د یو عصري معیاري کتابتون په طرحه کار وکړي.

کتابتون په یو جریبه ځمکه او څلورو پوړونو کې په مشرانو جرګه کې د پروان  د خلکو استازي صالح محمد لالاګل له‌خوا جوړ شوی دی.

د پروان پوهنتون مسوولان او استادان د دغه اقدام هرکلي. وايي چې د مجهز او معیاري کتابتون نه‌شتوالی یوه جدي تشه وه چې اوسمهال شاوخوا ۷ زره زده‌کړیالان او ۱۵۰ تنه استادان دغه کتابتون ته لاس رسي لري.

د پروان پوهنتون علمي مرستیال ذبیح الله عالمیار وايي په کتابتون کې د څه باندې ۲۵ پوهنځیو شاوخوا ۲۲ زره ټوکه کتابونه موجود دي. زیاتوي تر ډېره دا کتابتون د دوی اړتیاوې پوره کولی شي.

د پروان مدني فعالان، لوستي او زده‌کړیالان د دغه کتابتون له جوړېدو هرکلی کوي. د مدني ټولنې بنسټونو مشرتابه غړی محمد شفیق مشفق او د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي یو زده‌کړیال بهیر مجیدي له شتمنو او سوداګرو غواړي د دغه کتابتون په لاغني کولو کې دې ونډه واخلي او زیاتوي سوداګر دې په نورو برخو کې د پانګونې سربېره په علمي چارو او مرکزونو هم پانګونه وکړي.

 

دغه کتابتون د پروان مرکز چاریکارو ښار په شمال لوېدیځ سمیه کې ګلغندۍ میله ځای ترڅنګ جوړ شوی دی. که څه کتابتون تراوسه په رسمي توګه ګټنې ته نه دی سپارل شوی خو په ټولنیزو شیکو کې يې د خلکو تود هرکلی له ځانه سره درلود.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام