د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې ټاکل شوې، چې د دې هېواد د کرکټ ۵ لوبغاړي د ۲۰ اوریزه لوبو له پاره افغانستان ته راشي.
د ورکړل شویو معلوماتو له مخې په دې لوبغاړو کې به کپټان سلمان بټ او محمد اصف هم افغانستان ته راشي؛ دغه دوه پاکستاني لوبغاړي د کرکټ له نړیوالو سیالیو محروم دي.
د پاکستان هېواد په کرکټ سیالیو کې پخوانی اوپنر توپ وهونکی ناصر جمشید، توپ وهونکی اکمل کامران او محمد سمیع درې نور هغه لوبغاړي دي، چې افغانستان ته د کرکټ ۲۰ اوریزو لوبو له پاره ورځي.
دغه درې لوبغاړي هم د پاکستان کرکټ په ملي ټیم کې د ښو لوبو نه کولو له امله له لوبو ویستل شوي دي.
د افغانستان د کرکټ بورد ادارې د ۴ پړاو په ۲۰ اوریزو سیالیو کې د دغو پاکستانیو لوبغاړو د ګډون اور ورتګ په اړه څه نه دي ویلي.
خو د کرکټ یوه سرچینه وايي، چې په روانو ۲۰ اوریزو سیالیو کې د پاکستانیو لوبغاړو تر څنګ د زیمبابوې هېواد د کرکټ لوبغاړو ته هم بلنه ورکړل شوې ده، خو هغوې تر اوسه ځواب نه دی ورکړی.
په کابل کې د ۲۰ اوریزې کرکټ سیالۍ له ۲۰۱۳ کال راهیسې د ۵ منتخبو زونونو تر منځ پیل شوې، چې اوسمهال د کابل بازانو سوداګریزه لوبډله هم په کې ور زیاته شوې ده او سږکال په دې سیالیو کې د بهرنیو لوبغاړو د ګډون خبره هم کېږي.