ځينې افغان پوځي کارپوهان په پاکستان کې د افغان ځواکونو پر روزنې جدي انديښنې څرګندې کړي او د افغان ځينې پوځي محصلينو ورتګ ته د شک په سترګه ګوري.
دغه شنونکي په پاکستان کې د پوځيانو روزنه د هېواد په ګټه نه بولي.
تېره پنجشنبه ۶ تنه افغان پوځيان د نظامي زده کړو په موخه پاکستان ته واستول شول او د راپورونو له مخې به دغه سرتېري د پاکستاني پوځي روزنکو له لوري ۱۸ مياشتې مسلکي زده کړې ترلاسه کړي.
د پوځي چارو کارپوه جنرال عتیق الله امرخېل وایي؛ د پاکستان په پرتله افغانستان کې د پوځي زده کړو ښه ظرفیت او وړتيا ليدل کيږي.
دی وايې افغان پوځيان به یوازې د پاکستاني پوځيانو له لوري زده کړې ترلاسه کړي، خو دلته په افغانستان کې بیا د نړۍ ډیری هېوادونو روزنکي شتون لري او کولای شي په بېلابېلو پوځي کېمپونو کې په ښه مډرن او لوړه کچه پوځي مهارتونه زده کړي.
ها خوا د امنيتي چارو شنونکی جاوید کوهستاني هم سلام وطن دار ته په يوې ځانګړې مرکه کې ويلي؛ دولسمشر محمد اشرف غني سفر پاکستان ته او د پاکستاني پوځي او ملکي چارواکو راتګ افغانستان ته د دواړو هېوادونو ترمنځ د ترینګل شويو اړيکو د بیا رغولو په موخه دي.
کوهستاني وايي؛ افغان پوځيان پاکستان د افغانستان ستر دښمن بولي او د دې سره سره بیا هم ولسمشر غني د ښه نيت په موخه استولي دي.
د ده په وینا دا چاره به د پوځ په زیان وي.
کوهستاني زياتوي «دامعمول دی چې یو هيواد خپل پوځیان په امنيتي برخه کې هغه هیواد ته چې یایي دښمن وي اویا هم د دښمنې ګمان پرې کيږي هلته د نظامي زده کړو په موخه وا نه ستوي، ځکه د دې احتمالات ډېر شته چې دا کسان په پوځي برخه کې خپل نفوذ پېدا کړي، چې پایله يې د افغانستان په زیان دی.»
د ویلو ده چې دا د ملي اردو لومړنۍ ډله ده، چې د پاکستان ایبټ اباد مهم پوځي محل کې روزنه ترلاسه کوي.
شنونکي يوازې د پوځي زده کړو په باب جدي مخالفت څرګندوي، خو د ملکي روزنې بیا پلوي کوي او وایې؛ شاوخوا دوه کاله زياته موده ده او په دغه وخت کې پاکستاني پوځيان کولای شي له دوی څخه د خپل ځان په ګټه کار واخلي.
له بل لوري یو شمېرد کابل ښار اوسېدونکي هم په دې باب ورته څرګندونې کړي دي.
نورمحمد نور وايي: « ښايي پاکستان په دې پلمه د افغانستان لپاره خپل هېواد ته ژمن جاسوسان وروزي.»
سیحون د کابل ښار يو بل اوسېدونکی وايي « هیڅکله افغان پوځیانوته پا کستان داسې زده کړې نه ورکوې چې ورنه ښه ګټه واخیستل شي.»
صمیم وايې؛ پا کستان هروخت د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه کړې ځانمرګي بريدګر يې را ليږلي، چاودنې يې کړي او د پوځيانو ليږل هلته نا سم کار دی.
دا په داسی حال کی ده، چې درې کاله وړاندې هم ټاکل شوې وه، ګاونډي هېواد پاکستان ته د پوځي زده کړو په موخه څو تنه واستول شي، خو هغه مهال خپله پوځیانو له تګ څخه ډډه کړې وه، خو د ملي دفاع د وزارت مرستیال ویاند جنرال دولت وزیري وایي، کله چی ولسمشرمحمد اشرف غني پاکستان ته سفرکړی و نو دا پرېکړه شوې وه که پاکستان په پوځی روزنې په برخه کې افغانستان ته بورس ورکوي، نو باید پوځیان د زده کړو په موخه لاړ شي.
دی د پوځي چارو د انديښنې خلاف خبره کوي او زياتوي د دوی روزنه د انديښنې وړ خبره نه ده او افغان پوځيان لکه د نورو هېوادونو په شان دلته هم روزل کيږي.
«مونږ د نړۍ ډیری هېوادونو ته افغان پوځيان د روزنې په موخه استولي دي د بېلګې په توګه مونږ هرکال روسيې ته ۲۰ کسان لیږو چی ۴ یا ۵ ان تر۷ کلونوپورې هلته زده کړې کوي اوکه پاکستان ته ۶ تنه ځي دا به هم ډیره مهمه خبره نه وي.»
یاده دې وي، چې پاکستان په کراتو د افغانستان څخه غوښتنه کړې، څو خپل پوځيان دې د پوځي روزنې په موخه پاکستان ته واستوي، خو د دغه هېواد سره د ښو اړيکو نه درلودلو او د افغانستان په اړه د تخریبونکي سیاست له امله د افغان لوړ پوړو مقاماتو له لوري رد شوي.