طالبانو هغه ۶ پاکستانیان خوشې کړي دي، چې هیليکاپټر یې اوونۍ مخکې د لوګر ولایت په ازرې ولسوالۍ کې بېړنۍ ناسته کړې وه.
د ازرې ولسوالۍ یوې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخېستل شي سلام وطندار ته وویل، چې وسله والو طالبان د پاکستانۍ چورلکې د سپرلۍ خلاصون په بدل کې د پاکستان حکومت ۱۲ طالب قوماندانان ازاد کړي دي.
دغه سرچینه وایي، چې په خوشې شویو کسانو کې مولوي عبدالصمد او قاري صلاح الدین په ګډون ۱۲ طالب قوماندانان د پاکستان له زندانونو ازاد شوي دي.
بل خوا د لوګر د ولایتي شورا غړی او د ازرې ولسوالۍ اوسیدونکی ډاکتر عبدالولي وکیل هم سلام وطندار ته ومنله، چې د پاکستانۍ هیلیکاپټرې د سپرلۍ په خلاصون کې معامله شوې.
وکیل وایي، چې طالبانو د پاکستانۍ چورلکې د شپږو تنو د سپرلۍ په خلاصون کې له پاکستان حکومت څخه ۱۲۰۰ لکه کلدارې اخستې دي.
نوموړي زیاته کړه، چې دغه کسان تېره شپه خوشې شوي دي.
د هغه پر خبره، په طالبانو کې د بانفوذه شخص ملا برادر د خوشې کېدو په اړه هم اوازې شته او د پاکستان حکومت هم منلې ده، خو پر وینا يې دا موضوع به وروسته په ډاګه شي.
د پاکستان حکومت چارواکو هم یو شمیر رسنیو ته دا منلې، چې د هیلیکاپټر په پېښه کې ۶ برمته شوي پاکستانیان او یو روسي لارښود یې، د جمعې په شپه ۱۱ بجې د کرمې په قبایلي سیمه کې پاکستاني چارواکو ته سپارل شوي دي .
د روان ۲۰۱۶م ز اګسټ په ۴ مه د پاکستان یوې چورلکې په لوګر کې بېړنۍ ناسته کړې وه، وروسته طالبانو وویل، چې هیلیکاپټرې ته یې اور اچولی او ۷ تنه سپاره کسان يې نیولې دي.
افغان حکومت د دې چورلکې د بېړنۍ ناستې په اړه ویلي وو، دوی یوې پاکستانۍ هیلیکاپټرې ته د افغانستان له فضا څخه د ترمیم له پاره ازبکستان ته د تېریدو اجازه ورکړې وه، خو په دې اړه پلټنې کوي چې ایا دا هماغه چورلکه وه او کنه.
یاده دې وي، چې تر اوسه پورې افغان چارواکو او وسله والو طالبانو د دې برمته شویو کسانو د خوشې کیدو په اړه کومه تبصره نه ده کړې.