
د فرانسې په پلازمېنه پاریس کې د بریدونو اصلي عامل صلاح عبدالسلام د جمعې په ماښام د فرانسې او بلجیم پولیسو په ګډو عملیاتو کې د ټپي کېدو پر مهال د بروکسل په مولنبګ سیمه کې ونیول شو.
صلاح عبدالسلام ۲۶ کلن دی او دی په پښه باندې په مرمۍ لګېدلی و.
د بلجیم لومړي وزیر چارلز میشل د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند په سره په ګډ خبري کنفرانس کې د نیول شوي تورن په اړه وویل، چې د "صلاح عبدالسلام نیول د دیموکراسۍ په اړه زموږ په جګړه کې مهمه لاسته راوړنه ده".
د دې دوسیې د څېړلو له پاره ټاکل شوي څارنوالانو وویل، چې د پاریس بریدونو دویم نمبر کس هم د عبدالسلام په کور کې نیول شوی دی.
ویل کېږي، چې دویم نیول شوي کس په ښار کې د امین جوکري په مستعار نوم سره فعالیت کاوه.
د دغو کسانو د نیولو له پاره وروسته له هغې عملیات پلان شول، چې درې ورځې مخکې پولیسو یو شکمن پاسپورټ او ګوتو نښې وموندلې.
شپږ میاشتې مخکې په پاریس کې بریدونو ۱۲۵ تنه ووژل او ۲۰۰ تنه یې ټپیان کړل.

لومړی برید د فرانسې په ملي استډیوم کې هغه مهال وشو، چې د جرمني او فرانسې هېوادونو د فوټبال ملي لوبډلې سیالي کوله او فرانسې ولسمشر هم د لوبې نندارې ته ناست وو.
دویم برید له لومړي برید ۱۵ دقیقې وروسته سټدیو ته نږدې وشو.
له دغو بریدونو وروسته په پاریس کې ۶ ځایه نور وسله والو بریدګرو ډزې وکړي.
د باتا کلان کنسرت په تالار کې وسله والو بریدګرو ۱۵۰۰ تنه برمته ونیول او پولیسو دغه ستونزه حل کړه. او د دې برید په پای کې د ۵ ترهګرو په شمول ۱۰۰ تنه ووژل شول.
همدا ډول د کامبوج په رسټورانت کې په ډزو کې ۱۴ تنه او د شارون په واټ کې بیا ۱۸ تنه یې ووژل .





