د جوزجان له مرکز شبرغان ښاره د فیضاباد ولسوالۍ پر لور روان شوم له دوو ساعاتونو وروسته د ولسوالۍ مرکز ته ورسېدم. د ولسوالۍ ښار نړېدلي پنډ دېوالونه او د ښار نړېدلې څېره په ناویلې توګه د جګړې کلونو کیسه کا. داسې ښکاري په وروستۍ یوه نیمه لسیزه کې دلته د رغونې او بیارغونې هېڅ کار نه دی شوی.
د ښار په یوه څنډه کې یوه ډله انسانان چې نارنجي کالي او ژېړې خولې پر سر دي د ولسوالۍ یوې برخې سړک یې بند کړی او ښوونځی جوړوي.
۲۵ کلن فدامحمد کیسه کا د زښتې عدالت غوښتنې او مبارزې په پایله کې یې ایله بیله د یو ښوونځي جوړېدو چارې پیل شوې. هغه خوشاله او هیلهمند دی چې د مبارزې په دوام سره به یې لږ تر لږه د ټولو ستونزو له ډلې د پوهنې په برخه کې ځېنې ستونزې حل شي.
فدامحمد سره له خبرو وروسته د ښوونځي انګړ ته ورغلو چېرې چې ډله نجونې د لیک لوست لهپاره راغونډې شوې وې او د درسي ساعت پیل لهپاره په تمه وې.
۱۸ کلنه فرخنده په ابي څادر او غنمرنګې څېره وايي، نور لهدې وېره نهلري چې یوه ورځ به پرې د ښوونځي چت راولوېږي. خو هغه تر اوسه هم د هغو ستونزو یادونه کوي چې کارونه یې نیمګړي پاتې دي او له دولته غواړي د ستونزو په حلولو کې چټکي وکړي. د مېز او څوکيو نهشتوالی د دې ستونزو د یادولو یوه بېلګه ده.
د دې ښوونځي یوه ښوونکې نسیمه سایس د تېرکال د عدالتغوښتنې پروسه د دې ښوونځي لهپاره ګټوره بولي او وايي، دا دې لامل شوې چې ګورنۍ هم ښوونځیو ته د خپلو لوڼو په لېږلو کې لېوالتیا وښيي.
د کورنیو د پرمختګ او ظرفیتجوړونې موسېسې مسووله شریفه سنګر د اغلې نسیمې خبرې تاییدوي؛ خو وايي لا دې هم عدالتغوښتنې ته ادامه ورکړل شي.
د افغاني ټولنې جوړښت او له دولت سره د هغې اړیکه داسې ده، تر هغو چې د ولس له لوري ټولنیزې خلاوې په نښه نهشي؛ تر هغو پورې د دولت له لوري هېڅ کار نهکېږي. پهدې اساس ټولنیزې عدالتغوښتنې د ټولنیزو ستونزو د حل په برخه کې مهمه او اساسي ونډه لري.