د ټرانسپورټ وزارت د سړک د ټرانسپورټ رییس لویې څارنوالي ته ور وپېژندل شو

د ولسې جرګې د شکایتونو اورېدو کمېسیون د ټرانسپورټ وزارت د سړک د ټرانسپورټ رییس شیخ‌احمد متین د فساد په تور لويې څارنوالي ته ور وپېژنده.

د دغه کمېسیون رییس محمدصادق قادري وايي، په وار وار د سړک د ټرانسپورټ په اداره کې د شته فساد په اړه ورته شکایتونه رسېدلي او ځینو ټرانسپورټي شرکتونو ورته ځینې سندونه هم سپارلي دي.

قادري وویل، دوی څلور ځله د یادې ادارې د ټرانسپورټ لرونکیو د ستونزو شریکولو په موخه د شکایتونو اورېدو کمېسیون غونډو ته وربللی، خو په وینا یې، هغه یادو غونډو ته نه دی ورغلی.

د هغه په وینا، د سړک د ټرانسپورټ ادارې پر رییس د فساد، د پیسو په بدل کې د یو شمېر تنقیص شويو کارکوونکیو پر دندو ګومارل او له ټرانسپورټ لرونکیو نه په ناقانونه توګه د پیسو اخیستو تور دی.

نوموړي زیاته کړه، د کمېسیون یو پلاوی وزارت ته ورغلی و، خو د شیخ‌احمد متین ورکړي ځوابونو د پلاوي قناعت نه و ترلاسه کړی.

دغه راز د ځمکني ټرانسپورټ د انسجام شورا رییس طلامحمد اتمانزي د ولسې جرګې د شکایتونو د اورېدو کمېسیون غونډې ته وویل، شیخ‌احمد متین د ټولو ټرانسپورټ لرونکیو کارونه په خپلو ادارو کې بند کړي او سندونه یې هم نه نوي کوي.

نوموړی وايي، په جعلي پارچو په هر بندر کې له دوی نه له ۳ تر درې‌نیم زره افغانیو پورې په ناقانونه توګه اخلي چې دا پیسې د دولت خزانې ته نه ځي.

خو د ټرانسپورټ وزارت ویاند علي‌سینا ساحل بیا پر شیخ‌احمد متین لګېدلي تورونه ناسم بولي او وایي، که د ولسي جرګې د شکایتونو اورېدو کمېسیون سندونه لري، وړاندې دې یې کړي.

ساحل زیاتوي، په وزارت کی فساد نشته او د ټرانسپورټ پیسې چې پخوا د کتابچې په وسیله اخیستل کېدې، اوس د کارت له لارې بانک ته تحویلېږي او د فساد ځای په‌کې نه دی پاتې.

د یادونې ده چی تر دې وړاندې هم د ولسي جرګې د شکایتونو کمېسیون له‌خوا په وار وار د فساد په تور یو شمېر حکومتي چارواکي لويې څارنوالي ته ورپېژندل شوي وو، خو هېڅ برخلیک یې معلوم نه شو.

اړوند مطالب:

کابل ښاریانو ټرانسپورټ وزارت، د ټرافیکو مدیریت او ښاروالي ته ټنبل‌لیک ورکړ

د ټرانسپورټ وزارت ۶۰ مامورین د فساد په تور څارنوالۍ ته ورپېژندل شوي

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام