د ولسي جرګې ځېنو غړيو د جرګې نننۍ عمومي غونډې کې د ولسي جرګې ټاکنو کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون فعالیتونه کمزوري وبلل او د دې کمېسیون مسوولانو څخه یې د څېړنو کولو غوښتنه وکړه.
د ولسي جرګې ځېنې غړي وايي، د میزان ۲۸مې او ۲۹مې ټاکنو په ورځ، د ټاکنو خپلواک کمېسیون فعالیتونه ډېر کمزوري وو او دغه کمېسیون د ټاکنو د مدیریت وړتیا او ظرفیت نهلرلو.
د ولسي جرګې دوه غړي چمن شاه اعتمادي او کرام الدین رضا زاده وایي، په ټاکلي وخت د رایو ورکولو مرکزونو نه پرانیستل، په سمه توګه د بایومتریک دستګاوو کار نهورکول او د رایو ورکولو مرکزونو کې د ځېنو رایو ورکوونکیو نوملړ نهشتوالی چې له امله یې ګڼ شمېر کسان د رایو ورکولو له حقه بېبرخې شول؛ هغه ستونزې وې چې د ټاکنو کمېسیون ورسره مخ و.
دوی له ولسمشمره غواړوي چې بېکفایته او ناتوانه کمېشنران څارنوالۍ ته معرفي کړي او د تېر یو کال امتیازونه یې واخلي او د دولت خزانې ته یې اضافه کړي.
د ولسي جرګې یو شمېر غړي همدارنګه وايي، کومو کسانو چې د رایو ورکولو بهیر کې لاسوهنه کړې او د خلکو ترمنځ یې وېره او تشویش رامنځته کړ، باید ورنه پوښتنه وشي.
د دوی په وینا، د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون هم باید په جدي ډول ټاکنیزو شکایتونو ته لاسرسی وکړي.
په ورته وخت کې د ولسي جرګې مشر عبدالروف ابراهیمي وايي، د ټاکنو ورځو کې د افغانانو حضور پراخ و؛ خو د ظرفیت او له تخنیکي پلوه دغو ورځو کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون فعالیتونه کمزوري وو.
پر ټاکنیز بهیر څارونکیو بنسټونو، افغانانو او ځېنو حکومتي چارواکیو لهدې مخکې هم د ټاکنو خپلواک کمېسیون په کمزوري فعالیت نیوکه کړېوه.
خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون چارواکي تل له خپلو کارونو څخه دفاع کوي.