ځېنې کابلښاریان وایې، څرنګه چې په ټاکنو کې د ګډون په موخه د نوملیکنې په اړه د ټاکنو خپلواک کمېسیون عامهپوهاوی ډېر کمزوری و او د دې ترڅنګ ناامني او روژه هغه لاملونه دي چې لهمخې یې په ټاکنو کې د ګډون لهپاره لږو خلکو خپل نومونه لیکلي دي.
دوی د ټاکنو له کمېسیونه غواړي چې دا لړۍ نن پای ته ونهرسوي او څو ورځې نوره هم وغځول شي.
د نوملیکې لومړي پړاو وروستۍ نېټه د غبرګولي ۲۲ ټاکل شوې چې نن پوره شوه.
دا داسې مهال ده چې په کابل ښار کې د نوملیکنې ځېنې مرکزونو مسوولان وایي چې د نورو ورځو په پرتله نن ډېر خلک د نوملېکنی دغو مرکزو ته ورغلي وو.
خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون کمېشنر سیدحفیظالله هاشمي سلام وطندار ته وویل چې د پخواني اعلان په تعقیب نن هم کمېسیون اعلان وکړ چې د نوملیکنې دا لړۍ به نه غځېږي او له مهالوېش سره سم به د غبرګولي پر ۲۲ نېڼه یانې نن پای ته رسېږي.
ښاغلي هاشمي زیاته کړه، یوازې هغو ځایونو او کلیو چې د بېلابېلو ستونزو له امله دا لړۍ په ځنډ پیل شوېوه؛ نور هم دوام کوي چې پهدې توګه ضایع شوی وخت جبران شي؛ خو په نورو ښارونو کی به ونهغځول شي.
د ټا کنو خپلواک کمېسیون د شمېرو لهمخې تراوسه شاوخوا ۶ میلیونو کسانو په ټاکنو کې د ګډون په موخه خپل نومونه لیکلي چې ځېنې سیاستوال او مدني فعالان بیا دا شمېره سمه نه بولی او وایې چې لږو کسانو په ټاکنو کې د ګډون لهپاره خپل نومونه لیکلي دي.