د ټاکنو شکایتونو کمېسیون ټاکنیزو شکایتونو ته بشپړ چمتووالی لري

د ولسي جرګې ټاکنو ته د نوماندانو ټاکنیز مبارزې درېیمې ورځې ته وغځېدې او د نوماندانو ترمنځ سیالۍ د کابل او یو شمېر نورو ښارونو څېرې په بشپړه توګه بدلې کړې‌دي.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د ولسي جرګې له نوماندانو غواړي چې د چاپېریال له ککړولو لاس واخلي.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ویاند علي‌رضا روحاني نن کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، دغه کمېسیون چمتو دی چې ثبت شویو شکایتونو ته لاس‌رسی وکړي.

خو ټاکنیز تخلفات څه دي؟ د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وايي، د لاندې مواردو په اړه د افغان ښاریانو شکایتونو ته لاس‌رسی کېږي:

له ټاکلې مودې مخکې او وروسته ټاکنیزې مبارزې.

د نورو نوماندانو تبلیغاتي مرکز پر وړاندې د خنډ او مزاحمت رامنځته کول او د هغوی د تصویرونو شکول.

د ټاکنیزو کارونو په وسیله، د عامه‌نظم ګډوډول.

د نوماندانو په ټاکنیزو سیالیو کې د پوځي مامورینو ګډون.

د بهرنیو هېوادونو له اتباعو څخه بلنه او په ټاکنیزو مبارزو کې د هغوی ګډون.

دغو ټاکنیزو سیالیو کې ګډون یا نه ګډون ته د خلکو اړ اېستل.

د عمومي او خصوصي ځایونو د خاوندانو له اجازې پرته دغه سیمو کې د تصویرونو او پوسټرونو نصبول.

له دولتي منابعو څخه ګټه پورته کول.

د ژبې، قوم او سیمې تر نوم لاندې تاوتریخوالي ته هڅول.

له بهرنیو بنسټونو او ښاریانو د مرستو ترلاسه کول او ټاکنیزو سیالیو کې د دولتي کارکوونکیو لاسوهنه.

د نوماندانو له لوري د پروژو پرانیستل.

د مالي سرچینې په اړه د سم راپور نه وړاندې کول.

د ټاکنیزو کمېسیونونو له سمبول یا نښان څځه ګټه اخېستل.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون په چارو کې لاسوهنه.

ښاغلی روحاني زیاتوي، له ټاکلي وخت مخکې د کمپاین په اړه د شکایتونو کچه کمه ده، چې تراوسه پورې له وخت وړاندې د کمپاین په اړه ۱۳۳ شکایتونه ثبت شوي‌دي.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون مسوولانو تراوسه له دې ډلې ۸۹ مواردو په اړه پرېکړه کړې، ۱۲ موارده تر څېړنې لاندې دي او پاتې ۱۲ موارده د رسنیو کمېټې ته استول شوي‌دي.

د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ یا فیفا اجرايوي مشر یوسف رشید وايي، سره له دې چې پخوانیو ټاکنو ته په پام د سږ کال ټاکنیزو مبارزو څرنګوالي کې بنسټیز بدلونونه راغلي؛ خو له حده د ډېرو تصویرونو او بنرونو لګولو، ښارونو کې بې‌نظمي رامنځته کړې او چاپېریال یې ککړ کړی‌دی.

د ښاغلي رشید په وینا، دغه بهیر ته د سمون ورکولو له‌پاره باید، د ټاکنو کمېسیون او ښاروالیو له لوري یو ګډ میکانیزم تدوین شي.

د هرې ورځې په تېرېدو سره، په عمومي ځایونو کې د تصویرونو لګولو بهیر زیاتېږي.

تېره ورځ د هرات اوسېدونکیو هم د اوسېدونکیو کورونو په دېوالونو او ونو کې د نوماندانو د تصویرونو او بنرونو له لګولو شکایت کړی‌وو.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام