افغانستان کې وچکالۍ ځپلو سره د مرستې په موخه د ډنمارک هېواد د ۳ میلیونو ډالرو مرستې قرارداد نن کابل کې د کرنې اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت د حیواني روغتیا او مالدارۍ برخې رییس په حضور، کابل کې د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو سازمان مشر او افغانستان کې د ډنمارک سفیر ترمنځ لاسلیک شو.
دغه ۳ میلیونه ډالره مرستې هرات، بادغیس، غور، هلمند، کندهار او دایکندي ولایتونو کې هغو ۱۴۲ زرو مالدارانو او کورنیو ته ورکول کېږي چې د وچکالۍ له امله زیانمن شوي او بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.
ورته مطالب:
د فاریاب کروندګر: وچکالي به مو له شتمنۍ او مالدارۍ خلاص کړي
افغانستان سږکال بېمخینې وچکالي تجربه کوي
کابل کې د ډنمارک سفیر نیکولای پیترسن د مالدارۍ تولیداتو ښهوالی د خوړو امنیت لوړول او د خلکو د ژوند وضع پیاوړي کول، افغانستان سره د خپل هېواد د مرستو اصلي موخه بولي.
افغانستان کې د ملګروملتونو د خوړو او کرنې سازمان مشر راجندرا آریال وايي، د ډنمارک هېواد له لوري دغه مرسته شوې پیسې، د لوړ کیفیتلرونکیو حیواني خوړو، وښو، تخم او درملو وېشلو او د هغو مالدارانو روزنې په برخه کې لګول کېږي چې د وچکالیو له امله یې زیات زیان لیدلی دی.
خو د کرنې اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت د حیواني روغتیا او مالدارۍ برخې عمومي مشر سیدمحدود ریحان له وچکالۍ سره د مبارزې په برخه کې دغه مرستې د بسنې وړ نه بولي او له نورو مرستهکوونکیو بنسټونو غواړي چې افغانستان سره دې برخه کې لا ډېرې مرستې وکړي.
د کرنې اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت مسوولان همدارنګه وايي چې دغه پروژه د زاعت وزارت په همکارۍ د ملګروملتونو د خوړو او کرنې سازمان له لوري پلي کېږي.
د کرنې وزارت د حیواني صحت او مالدارۍ برخې مسوولان که څه هم روان کال د وچکالۍ له امله د تلف شویو څارویو شمېر په اړه څه نه وايي؛ خو افغانستان کې د ملګروملتونو د خوړو سازمان وايي، افغانستان کې د خوړو امنیت وروستۍ ارزونې ښيي چې دې وروستیو وچکالیو کې شاوخوا ۴۸ سلنه مالدارانو د څارویو تلف کېدل او د مالدارۍ په تولیداتو کې کمښت تجربه کړیدی.