د ولسي جرګې ځېنې غړي د کندوز پېښې ته په اشارې سره خبرداری ورکوي، که چېرې تر راتلونکیو ۲ ورځو پورې یرغمل شوي مسافر را خوشې نه شي؛ د ولسمشرۍ ماڼۍ شاوخوا به تحصن وکړي او هېچا ته به اجازه ورنه کړي، چې ارګ ته تګ راتګ وکړي.
طالبانو تېره ورځ د کابل ـ تخار په لویې لارې، د کندوز په شینه تپې سیمه کې ۱۷۵ تنه مسافر یرغمل کړل، چې د امنیتي ځواکونو له عملیاتو او نښتو وروسته تر اوسه ۱۰ تنه له طالبانو سره پاتې دي او ۸ تنه یې د لېږدولو پر وخت د طالبانو له خوا وژل شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي نن (چهارشنبې) په یوه خبري غونډه کې وویل، چې ۴ تنه یرغمل شوي وګړي د طالبانو په ولکه کې دي او دغه کسان ولسي خلک دي.
د ولسي جرګې غړې فوزیې کوفي د طالبانو پر وړاندې د حکومت اوسنۍ تګلاره ناکامه وبلله او ویې ویل، چې دا پېښه یوازې د تخار، بدخشان او کندوز په مسافرو پورې نه ده تړلې، بلکې د دې معنا «د خلکو کورونو ته د جنګ راوړل» دي.
د ولسي جرګې غړی عبدالروف انعامي وايي، کله چې حکومت د ولس امنیت نه شي ټینګولی؛ ولې له خلکو مالیه ټولوي. دا هم خبرداری ورکوي، چې حکومت باید تر راتلونکیو دوو ورځو پورې د یرغمل شویو کسانو د راخوشې کولو په اړه جدي اقدام وکړي.
د ولسي جرګې بل غړی عبدالودود پيمان د کندوز په سیمه کې د یرغمل شویو وګړیو پېښه دردوونکې ګڼي، وايي، چې په دې قضیه کې ځېنې اشخاص دخیل دي. ده د اعدام د حکم د تطبیق غوښتنه وکړه. د پیمان په وینا، حکومت د نورو د لاس اله ګرځېدلې ده او ولسي جرګه باید لاس په کار شي.
نیلوفر ابراهیمي هم په نننۍ غونډه کې وویل، چې دا لومړی ځل نه دی او نه به وي، چې ولسي خلک برمته کېږي. دې خبرداری ورکړ، که چېرې حکومت د برمته کولو پېښو مخه ونه نیسي؛ دوی به میلیوني لاریونونو ته مخه کړي.
په پای کې د ولسي جرګې مشر عبدالروف ابراهیمي له حکومته د پاتې یرغمل شویو کسانو د راخوشې کېدا غوښتنه وکړه او ټینګار یې وکړ، چې حکومت باید د جنګ په ستراتېژۍ کې بدلون راولي.
په ورته وخت کې نن په کابل کې سلګونو مدني فعالانو او د کابل ښار اوسېدونکیو له حکومته وغوښتل چې د یرغمل شویو کسانو د راخوشې کولو په اړه له جدیته کار واخلي. دوی وايي حکومت باید د لویو لارو امنیت تامین کړي. دوی وویل، حکومت باید د دې پېښې ځواب ووايي او باید د دې یرغمل انګېزه او علت معلوم کړي.
د دې اعتراضیه ناستې ګډونوالو د یوې اعلامیې په خپرولو سره له حکومته وغوښتل، چې له طالبانو سره له نرم سیاست نه تېر شي او جدیت نه کار واخلي. دوی دا هم وویل، چې نړیوال سازمانونه باید پر ترهګریزو ډلو او تمویلوونکیو باندې تحریمات وضع کړي.
د خبرپاڼې په پای کې راغلي، که چېرې دغه ډول پېښې پای ونه مومي؛ دوی به پراخ لاریونونه وکړي.
ولسمشرۍ ماڼۍ هم د طالبانو دا عمل «قطاعالطریق» ګڼلې، ویلي یې دي، چې د دې پېښو عاملان تېښته نه شي کولی او ډېر ژر به خپله سزا وویني.