د ولسي جرګې د ۱۶دورې د اووم تقنیني کال د اداري پلاوې لهپاره نن د (مارچ پر ۷مه) ټاکنې وشوي.
ولسي جرګې له ژمنیو تعطیلاتو وروسته په خپله لومړنۍ غونډه کې د اداري پلاوي د ټاکنو لړۍ پیل کړه او خپل نن یې دویم نایب او د منشي نایب وټاکل.
د ولسي جرګې د لومړي نایب د مقام لهپاره، حاجي عبدالظاهر قدیر، همایون همایون، میرویس یاسني او د دویم نایب څوکې ته نذیراحمدزی او شیخ نعمتالله غفاري نوماندان وو.
د رایو په لړ کې یوازې نذیر احمدزي د ۱۳۳ رایو په ترلاسه کولو سره د دویم نایب مقام ترلاسه کړ.
د منشي څوکۍ ته عبدالروف انعامي او صالحمحمد سلجوقي ځانونه نوماندان کړي وو، چې یو هم مشخصې رايې ترلاسه نه کړې؛ خو د نایب منشي څوکۍ ته نوماند عرفان الله عرفان پرته له بل سیال نه په علني رایو دغه مقام خپل کړ.
د ولسي جرګې دویم نایب نذیر احمدزي وویل، چې سبا به د لومړي معاونیت او لومړي منشي لهپاره بیا ټاکنې وشي.
ولسې جرګې په نننې عمومی غونډه کې ۲۱۸ وکیلان حاضر او ۱۶ تنه غیرحاضروو، چې نوماندانو د بریالیتوب لهپاره ۵۰ جمع یو یانې ۱۱۰ رایې ټاکل شوې دي.