د پارلماني ټاکنو په موده کې له میاشتو ځند وروسته داسې احمتال شته، چې دغه ځند به له یو کال نه زیات دوام وکړي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون رییس احمدیو سف نورستاني نن د (اګسټ په ۲۶مه) په یوې خبري ناسته کې وویل، چې د پارلماني ټاکنو له پاره د ټاکل شوي مهال ویش نه میاشتې تیږي، خو تر اوسه پورې د ټاکنو د پېل لپاره هیلې نشته.
ده زیاته کړه، چې اټکل کیږي، د ولسي جرګې د ټاکنو د وخت ځنډ به له یو کال نه وغځیږي.
د اساسي قانون په ۸۳ مه ماده کې لیکل شوي دي، چې ولسي جرګې د کار دوره د ۵ کالو د چنګاښ په لومړۍ نېټه د ټاکنو د پایلو له اعلان وروسته پای ته رسېږي او نوې جرګه په کار پیل کوي.
نورستاني د بودیجې نشتوالی، ناامني او په هېواد کې روانې سیاسي ننګونې د ټاکنو د مودې د ځنډ لاملونه په ګوته کړل.
خو له بل لوري د یو شمېر بنسټونو مسولین وايي، چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون د مدیریت کمزورتیا د دې لامل شوې، چې د دې ټاکنو موده ځنډ شي.
د تیفا بنسټ رییس نعیم ابوب زاده سلام وطندار سره په خبرو کې د ټاکنو خپلواک کمیسیون په بې غورۍ تورن کړ او وویل، چې دغه اداره د مدیریت له ضعف سره مخ ده.
ایوب زاده وایي، په ټاکنو کې ځند د ولسواکۍ بهیر ته زیان رسوي او زیاتوي، چې دغه کمیسیون باید د ټاکنیز مهال ویش سره سمې په ټاکنو پېل وکړي، خو وايي، چې دغه بنسټ د حکومت په پرېکړو پورې تړلی دی.
دا په داسې حال کې ده، اروپايي ټولنې او هغه شمېر هېوادونه چې په افغانستان کې یې د ټاکنو د ترسره کولو و له پاره مالي مرستې کولې په دې شرط سره خپلې مرستې وځنډلې، چې په ټاکنیز نظام کې دې اصلاحات رامنځته شي.
د ټاکنو څارونکي بنسټونه، نړیواله ټولنه او د حکومت مشران هم په ټاکنو کې د سمون راوستل ضروري بولي.