د ولسي جرګې د اداري څانګې راپور ښي، چې یاده جرګه په تېر یو کال کې ۳ قانوني طرحې ۴ تقنیني فرمانونه او ۳ د وکیلانو طرحې تصویب کړې دي.
د ولسي جرګې منشي عبدالروف انعامي عمومي غونډې ته د ۱۶ تقنینې دورې د ۱۲ اجلاس راپور د وړاندې کولو پرمهال زیاته کړه، چې د وږي له لومړۍ بیا د مرغومي تر۳۰ نېټې پورې ۵۴ عمومي غونډې جوړې شوي دي، چې ۵ یې استیضاحیه، ۹ استجوابیه او ۸ استماعیه وې او ترڅنګ یې شل نړیوال تړونونه او معاهدات هم تصدیق شوي دي.
د انعامي پر وینا، د عمومي غونډو په امتیازي وخت کې نېږدې د زرو بېلابېلو پېښو یادونه شوې او څېړل شوي، ۱۵ ګونوکمېسیونونو۴۲۷ بېلابېلې غونډې جوړې کړي، ۱۳ نظارتي سفرونه ترسره شوي، د خلکو۱۴۹۷ شکایتونه هم څېړل شوي او غور ورباندې شوی دی.
د دې ترڅنګ د رییسانو کمیتې هم ۱۷ غونډې کړې دي او ۱۰۵ تصمیمونه یې نېولي دي.
د هغه پر خبره، ۶ تنه وزیران استیضاح شوي ۲۸ تنه وزیران او نور دولتي چارواکې یې د بېلابېلو موضوعاتو په اړه استجواب او د ۸ تنو وزیرانو او چارواکو رپوټونه یې استماع کړې دي.
دغه راز دې مجلس ۷ تنه وزیران د بوديجې د نه لګښت په دلیل سلب اعتماد کړي دي.
د یادونې وړ ده، چې د ملي شورا غړي په کال کې ۳ میاشتې تعطیلات لري چې یوهنېمه میاشت یې په دوبي کې او یوه نېمه میاشت په ژمي کې وي، چې سر له ننه (۲۰۱۷ کال جنوري۱۸مه) د دوی ژمني رخصتي هم پېل شوه.
د قانون سره سم دوی دنده لري، چې د تعطیلاتو پرمهال په ولایتونو کې د پراختیایي پروژو د څرنګوالي څارنه او د موکیلینو ستونزې واوري.