د ولسي جرګې د لومړي او دویم نایب څوکيو ته په دریمه ورځ ټاکنو کې هم څوک بریالي نه شول

د دې جرګې د لومړي مرستیالۍ څوکۍ له پاه همایون همایون او ذکریا ذکریا او دویم مرستیالۍ څوکۍ له پاره احمد بهزاد، محمد اکبر ستانکزي او فرهاد صدیقي سیالۍ وکړې.

دغو نوماندانو باید دې څو کیو له پاره هر یو د ولسي جرګې له وکیلانو۵۰+۱ یا ۱۰۵ د باور رایې اخیستلې وی.

د ولسي جرګې د لومړي مرستیالۍ د نایب څوکۍ له پاره نوماند همایون همایون ۹۹ او ذکریا ذکریا ۴۹ د وکیلانو د باور رایې تر لاسه کړې او یو هم ونه توانېده چې ۵۰ جمع د باور رایې په ګټلو سره بریالي شي.

دغه راز، د دویم مرسیتالۍ څوکۍ له پاره نوماندانو احمد بهزاد ۵۸، محمد اکبر ستانکزي ۴۰ فرهاد صدیقي ۵۹ د باور رایې ترلاسه کړې، او وېې نه شوکولی، چې د وکیلانو ۱۰۵ د باور رایې ترلاسه کړي.

په همدې اړه د ولسي جرګې رییس عبدالروف ابراهیمي پرېکړه وکړه، چې د دویم نایب څوکۍ ته دې احمد بهزاد او فرهاد صدیقي ترمنځ بیا ټاکنې وشي.

دغو نوماندانو بیا هم د باور رایې تر لاسه نه کړې.

د ولسي جرګې رییس عبدالروف ابراهیمي وویل، چې د لومړي نایب څوکۍ له پاره به د راتلونکې شنبې په ورځ ټاکنې وشي؛ چې دا ځل جنرال نظیفه ذکي او حمیدزي لالي د نوماندۍ له پاره خپلې غوښتنې وړاندې کړي دي.

خو د ولسي جرګې یوشمېر وکیلان بیا وايي، چې د وکیلانو ترمنځ منفي سیالۍ، قوم پرستي، مالي او ګوندي مسایل د دې لامل شوي دي، چې د ولسي جرګې اداري هیت ژر ونه ټاکل شي او یوشمېر وکیلان په لوی لاس خپله رایه باطلوي.

د ولسي جرګې غړیو اقبال صافي او عبدالرحیم ایوبي سلام وطندارته وویل،  چې ځېنې وکیلان هڅه کوي، چې بېرته پخوانۍ څېرې د ولسي جرګې  لومړۍ او دویم مرستیالۍ څوکۍ له پاره بریالي کړي.

 

مشرانو جرګې د خپل اداري پلاوي له پاره ټاکنې وکړې

بل پلو بیا د مشرانو جرګې لومړۍ مرستیالۍ له پاره فرهاد سخي او محمد علم ایزدیار ځانونه نوماند کړي وو، چې فرهاد سخي د دې جرګې د لومړۍ مرستیالۍ له پاره د سناتورانو د باور رایه تر لاسه کړه.

دغه راز، د دویم مرستیالۍ څوکۍ ته حسیب الله کلیمزي او ډاکټر محمد اصف صدیقي ځانونه نوماند کړي وو، چې حسیب الله کلیمزی د مشرانو جرګې دویم مرستیال وټاکل شو.

د مشرانو جرګې د منشي څوکۍ ته په سیالیو کې عبدالله قرلق، ګل احمد عظیمي ته ماتې ورکړه او منشي شو.

همدا راز د مشرانو جرګې د منشي مرستیال څوکۍله پاره د نجیبې حسیني او قیس وکیل تر منځ سیالیو کې نجیبه حسیني د منشي مرستیال په توګه وټاکلی شوه.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام