په پکتیا کې په وروستیو کلونو کې د نرسنګ او قابلهګۍ له لنډ مهال او اوږد مهال کورسونو او او نورو مرکزونو په شپږو دورو کې لسګونه نرسانې او قابلهګانې فارغ شوي؛ خو ډېرې یې ولسوالیو ته د دندو له پاره نه ځي.
وايي، چې په ښار کې د ولسوالۍ په پرتله معاشونه لوړ دي؛ ځکه خو په ولسوالیو کې څوک دندو ته زړه نه ښه کوي.
سره له دې چې د پکتیا ولایت په ولسوالیو کې ښځینه روغتیا پالانو ته سخته اړتیا لیدل کېږي؛ خو بیا هم څوک نه حاضریږي چې هلته دندو ته لاړې شي.
همدا تېره اونۍ د نرسنګ له روزنیز مرکزه ۳۵ نجونې له دوه کلنو زده کړو وروسته فارغې شوې.
څلور کاله وړاندې د فرشتې په نوم يو قابله چې له همدغه ډول کورس فارغه شوې؛ وایي، کله چې په مرکز کې د ولسوالۍ په پرتله تنخوا ډېره وي؛ نو ځکه خو څوک ولسوالیو ته د دندې له پاره نه ځي.
د دې په خبره، د مرکز روغتیا پالانې د ولسوالۍ په پرتله ښه امنیت لوړ معاش لري.
فرشته وايي، په مرکز کې شاوخوا ۳۰ زره افغانۍ او په ولسوالیو کې ۱۵ زره افغانۍ معاشونه حواله دي.
د پکتیا د عامې روغتیا پخوانۍ رییسه او د ښځو د حقونو فعاله ډاکتره نازدانه هم دا مني، چې د نرسنګ او قابلهګۍ له کورسونو ډېرې فارغانې نه غواړي په ولسوالیو کې دنده مخته یوسي.
د دې پر وينا، له کابله يو شمېر نجونې راځي او د ولسواليو نجونو پر ځای دلته کورسونه وایي؛ خو کله چې فارغې شي؛ بیا د ولسوالیو په روغتيايي مرکزونو کې کار نه کوي.
د نادانې په خبره، دوی د نورو حقوق هم خوري او خپله هم کار نه کوي.
د پکتيا د عامې روغتيا مسوولان ياده ستونزه مني، وايي، چې د ولسوالیو په روغتيايي مرکزونو کې د روغتیا برخې ښځینه و کارکوونکیو ته ډېره اړتیا لیدل کېږي
د عامې روغتيا ریيس ډاکټر شېر محمد نقشبندي وایي، دوی د ټولو ولسوالیو روغتیاپالانو ته يو ډول معاش ورکوي، خو زیاتوي، ستونزه دا ده، چې د عامې روغتيا وزارت په پرتله انجیوګانې يو شمېر قابله ګانو ته لوړ معاشونه ورکوي.
تر ډېره په هغو سیمو کې ښځینه روغتیایي کارکوونکیو ته زیاته اړتیا لیدل کېږي، چې ډېر اوسېدونکي یې خپلې لوڼې او خویندې زده کړو ته نه پرېږدي او د نورو سیمو اوسېدونکې ښځینه روغتیایي کارکوونکې هم نه غواړي هلته دنده وکړي.