د ولسي جرګې له لوري په ټاکنیز نظام کې د سمون راوستلو په تړاو د ولسمشر د تقنیني فرمان له ردولو وروسته افغان ولسمشر دویم فرمان ولسي جرګې ته ورولېږلو.
د ولسي جرګې ځېنې غړي د ولسمشر له لوري ولسي جرګې ته د ټاکنیزو صلاحیتونو او د تشکیل د قانونو په اړه د ورلېږل شوي تقنیني فرمان په هکله وايي، چې اوس یې وخت نه وو، چې دغه فرمان یې جرګې ته ور ولېږلی وی.
دوی وايي، چې ولسمشر باید د فرمان له ورلېږلو مخکې ولسي جرګې ته مسوده شریکه کړی وی.
میربت خان منګل د ولسي جرګې د نن (شنبه) ورځې په غونډه کې وویل، چې ولسمشر باید د ټاکنیزو صلاحیتونو او د تشکیل د قانونو له پاره له فرمان مخکې یو طرحه را لېږلې وی.
په ورته وخت کې د ولسي جرګې بل غړی داود کلکاني د ولسمشر فرمان بیا پر ځای بولي او زیاتوي، چې دغه فرمان په ټاکنیز نظام کې د ستونزو د حل ښه لار ده.
کلکاني د ولسي جرګې له نورو غړیو وغوښتل، چې د ولسمشر فرمان دې په اجندا کې د بحث له پاره شامل کړي.
په دې اړه د حقوقي چارو شنونکي وايي، چې ولسي جرګه کولای شي، چې د ولسمشر فرمان رد یا تایید کړي.
د حقوقي چارو پوه کبیر رنجبر په دې اړه سلام وطندار ته وویل، چې ولسمشر په قانوني ډول د دې صلاحیت لري، چې د ملي شورا د کار له پیل نه مخکې تقنیني فرمان صادر کړي او د ولسي جرګې غړي کولای شي، چې هغه تایید او یا هم رد کړي، خو د منلو او نه منلو صلاحیت بیا نه لري.
د افغانستان د رڼو ټاکنو د بنسټ مشر نعیم ایوب زاده له سلام وطندار سره په مرکه کې وویل، چې له ټاکنو اوس سیاسي لوبه جوړه شوې او ملي شورا او حکومت د دې اراده نه لري، چې په ټاکنیز نظام کې سمون راولي.
د ولسي جرګې رییس عبدالروف ابراهیمي د غونډې په پای کې د جرګې ۱۵ ګونو کمېسیونونوته دنده ورکړه، چې دغه فرمان دې وڅېړي او په راتلونکې غونډه کې دې پایله اعلان کړي.