د ولسمشر غني او لومړۍ مېرمنې د کورونا ويروس پايله منفي وه

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وايي، د ولسمشر محمد اشرف غنی او لومړۍ مېرمنې د کورونا ويروس پايله منفي ده.

صديقي نن د سې شنبې په ورځ پر خپله ټوېټر  پاڼه لیکلي چې د ولسمشر غني او د لومړۍ مېرمنې په غوښتنه د دوی د کورونا وېروس ازمېښت اخیستل شوی و.

نوموړی زیاتوي چې ولسمشر روغ دی او هره برخه کې د حکومتولۍ چارې پرمخ بیایي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ ارګ کې يوې سرچينې سلام‌وطندار سره خبرو کې تاييد کړې وه چې د جمهوري رياست، د چارو د ادارې او ملي امنيت شورا ۴۰ کارکوونکي پر کورونا ويروس اخته شوي دي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام