د ولسمشر ساتونکي د «ټلوېزیون یک» مسوول مدیر وهلی

د «ټلوېزیون یک» مسوول مدیر عبدالله خنجانی د ولسمشر د ساتونکي له لوري نن د حکومت د رسنیو مرکز کې ووهل شو.

ښاغلي خنجاني په یوې خبري غونډې کې وویل، د څارنوالۍ له حکمه پرته توهین او تحقیر، وهلو ا‌و ټکول، لنډمهالی توقیف او د شخصي وسایلو پلټنه د قانون خلاف عمل دی.

نوموړی د ده په حق کې بې‌احترامي د ولسمشر د یو ساتونکي فردي کار بولي او له حکومت او عدلي بنسټونو غواړي چې دې ستونزې ته رسېدنه وکړي.

د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري ـ چې دغه غونډه کې یې حضور لرلو ـ وايي، د اساسي قانون له مخې هېڅوک د بل کس د وهلو او ټکولو او سپکاوي حق نه لري او له هغو کسانو سره چې دغه عمل یې ترسره کړی، جدي چلند کېږي.

د خبریالانو ملاتړو بنسټونو څېړنې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي زیاتېدو ښکارندويي کوي.

د ژورنالیستانو ملي فدراسیون په کلني راپور کې راغلي چې د ۱۳۹۷ لمریز کال پر مهال په افغانستان کې ۲۰ خبریالان وژل شوي، لسګونه نور ټپیان او وهل او ټکول شوي‌دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام