د ولسمشرۍ نوماندانو د اسنادو څېړل پیل شول

د ټاکنو خپلواک کمېسیون مسوولان وايي، د ولسمشرۍ ټاکنو ته د ۱۷ نوماندانو د اسنادو څېړلو لړۍ یې نن پیل کړه او تر دوو اوونیو وروسته به یې لومړنی نوم‌لړ اعلان کړي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ویاند مرستیال عبدالعزیز ابراهیمي سلام‌وطندار ته وویل چې یاده لړۍ یې نن پیل کړې او د لومړني نوم‌لړ تر اعلان وروسته به د ولسمشرۍ نوماندانو په اړه شکایتونو او اعتراضونو ته هم وخت ورکړي.

په همدې حال کې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ویاند علي‌رضا روحاني وایي، دوی به د ټاکنو کمېسیون له لوري د ولسمشرۍ نوماندانو د اسنادو له څېړلو او د لومړني نوم‌لړ تر اعلان وروسته د یادو نوماندانو په اړه د هېوادوالو د شکایتونو او اعتراضونو ثبتولو لړۍ پیل کړي چې دغه پروسه به یوه میاشت دوام وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د ولسمشرۍ نوماندانو د نوم‌لیکنې موده تېره ورځ پای ته ورسېده او د ولسمشر محمداشرف غني او اجرایوي رییس عبدالله عبدالله په ګډون، ۱۷ کسانو د یادو ټاکنو لپاره ځانونه نومولي دي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون له لوري د اعلان شوي مهال‌وېش له مخې، راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې به د ۱۳۹۸ کال د چنګاښ په ۲۹مه نېټه وشي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام