د کندوز ولایت هغو وکیلانو ـ چې د ولسي جرګې په لومړني نوملړ کې يې نومونه نه وو ـ نن یې د خپلو ملاتړیو سره یوځای د دې ولایت د ټاکنیزو شکایتونو ولایتي دفترونو دروازې وتړلې.
معترض نوماندان ادعا کوي چې د ولسي جرګې په ټاکنو کې «پراخه درغلي» شوېده.
دوی د پرلت خېمو په وهلو سره وايي، تر هغو چې د ټول کندوز رایې بیا له سره ونه شمېرل شي او بایومتریک او نابایومتریک رایې له یو بله بېلې نهشي؛ له اعتراضه لاس نهاخلي.
د دوی په وینا، که یې غوښتنو ته رسېدنه ونهشي؛ خپلو اعتراضونه به پراخه کړي او په کندوز کې به د ولسمشریزو ټاکنو پر وړاندې خنډ شي.
معترضان وايي، پهدې وروستیو کې داسې ویډیو خپره شوې چې د کندوز د ټاکنو خپلواک کمېسیون ولایتي دفتر رییس له لورې د داسې بریالیو کاندیدانونو نومونه پهکې اخېستل شوي چې د کمېسیون د دارالانشاء او سیاسي ګوندونو د نفوذ پر بنسټ بریالي ښودل شوي؛ خو کافي رایې نهلرلې او نومونه یې د بریالیو نوماندانو په نوملړ کې لیدل کېږي.
خو د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون مرکزي دفتر مسوولان وايي چې د کندوز د ټاکنو خپلواک کمېسیون ولایتي دفتر مسوول رسول عمر یې د دې ویډیو په اړه ځواب د ځواب ویلو په پار کابل ته غوښتی و؛ خو تر اوسه یې کمېسیون ته مراجع نهده کړې.
پهدې اړه مو د کندوز د ټاکنو خپلواک کمېسیون ولایتي دفتر د مسوولانو نظر اخېستلو هڅه وکړه؛ خو هغوی څه ویلو ته حاضر نهشول.