د ټاکنو خپلواک کمېسیون نن په یوې غونډې کې وویل چې ډېر ژر به د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو مهالوېش اعلان کړي.
د ټاکنو کمېسیون رییس عبدالبدېع صیاد د غونډې له ګډونوالو چې د سیاسي ګوندونو او بهیرونو، مدني ټولنو او یوشمېر نورو بنسټونو استازي پهکې وو، وغوښتل چې د یادې پروسې د روڼتیا او پیاوړتیا لهپاره خپل نظرونه او وړاندیزونه ورسره شریک کړي.
په همدې حال کې د ټاکنو کمېسیون عملیاتي مرستیاله وسیمه بادغېسي وايي، ټاکل شوې راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې د ۱۳۹۸ کال د وري میاشتې په ۳۱مه وشي.
نوموړې ټینګار کوي، که ولسمشریزې ټاکنې په یادې نېټې او د ولایتي شوراګانو ټاکنې تر هغې لږ وروسته وشي، ښې به مدیریت شي.
بلخوا د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دارالنشا رییس احمدشاه زمانزی وايي، د ولایتي شوراګانو تر ټاکنو مخکې د ولسمشریزو ټاکنو کول د دغه ملي بهیر له روڼتیا سره ډېره مرسته کوي.
دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې وه ولسمشریزې او د ولایتي شوراګانو ټاکنې په یوه نېټه وشي.