د سلام وطندار موندې ښيي، چې تقریبا د افغانستان د ټولو ولایتي ادارو رسمي وېبپاڼې غېرې فعالې دي؛ له کلونو او میاشتو راهیسې یې نوي مطالب نه دي خپاره کړي .
د خوست، لوګر، پکتیکا، دایکندي، بامیان، سمنګان، جوزجان، غزني، تخار، بلخ، ګونړ، هلمند او د وردګو ولایتونو د ولایتي ادارو په رسمي وېبپاڼو کې وروستي خپاره شوي مطالب د تېر ۲۰۱۵ کال په وروستیو میاشتو کې خپاره شوي دي.
د سلام وطندار د څېړنې له مخې د بادغیس ولایتي ادارې رسمي وېبپاڼه دوه کاله مخکې (۲۰۱۴) او د فاریاب، بدخشان، سرپل او فرا ولایتونو د ولایتي ادارو رسمي وېبپاڼې بیا د ۲۰۱۳ کال په لومړیو کې اپډېټ (تازه) شوي دي.
له بل لوري بیا د هرات، پکتیا، پروان، ننګرهار، کابل، کندهار، غور او د پنجشیر ولایتونو د ولایتي ادارو رسمي وېبسایټونه بیا د روان کال په لومړي سر کې اپډېټ شوي یا نوي مطالب یې خپاره کړي دي.
همدا ډول د لغمان، بغلان، کاپیسا، ارزګان، کندوز، زابل، نیمروز او د نورستان ولایتونو رسمي وېبپاڼې بیا ستونزې لري او د لوستونکو په مخ نه خلاصیږي.
په دې اړه د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې ویانده منیره یوسف زاده بیا دغه ستونزې مني او وايي، چې ډېر ژره به د ولایتي ادارو رسمي وېبسایټونه فعاله شي او هره ورځ به د ولایتي ادارو د پرمختګونو، چارو او د نورو مسایلو او موضوعاتو په اړه نوي مطالب له خلکو سره شریک کړي.
مېرمن یوسف زاده وویل، چې دوی اطلاعاتو ته د لاس رسي قانون په برخه کې ژمن دي او د ټولو ولایتي ادارو مسوولینو ته یې ویلي دي، چې له خلکو سره د اطلاعاتو په شریکولو کې سپما ونه کړي.
د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې ویانده وايي، چې د ولایتي ادارو د وېبسایټونو په برخه کې د تخنیکي ډلې نه شتوالی او د بودیجې کمښت هغه ستونزې دي، چې د خپرونو په برخه کې ستونزې رامنځته کړي دي.
له بل لوري د ځېنو ولایتي ادارو مسوولین وايي، چې په تېر کې دغه ستونزه وه. او زیاتوي، وروسته له هغې چې د ولایتونو رسمي وېبپاڼې له ستونزو سره مخ شوې؛ دوی له خلکو سره د اطلاعاتو د شریکولو له پاره له خوالو رسنیو استفاده کړې ده.
د بغلان د والي ویاند محمود حقمل او د فاریاب د والي ویاند احمد جاوید بیدار له سلام وطندار سره په مرکه کې وویل، چې څو ځلې یې د رسمي وېبپاڼو ستونزې له مسوولو چارواکو سره شریکې کړي دي، خو تر اوسه پورې دغه ستونزه همداسې پاتې دي.
په ورته وخت کې د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزارت ویاند یاسین صمیم وايي، چې ډېر ژر به د دولتي ادارو له پاره نوي وېبسایټونه جوړ شي.
صمیم وايي، چې یو تخنیکي ټیم ته دنده ورکول شوي ده، تر څو د دولتي ادارو وېبسایټونو ستونزې ژر تر ژره حل کړي.