د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وايي چې د وزیر محمد اکبر خان جامع جومات ملاامام محمد ایاز نیازی تېر ماښام شاوخوا ۷ بجې او ۲۵ دقیقې جومات کې دننه یوه چاودنه کې لومړی ټپي او وروسته یې روغتون کې ساه ورکړه.
ارین وايي، د هغوی لومړنۍ څېړنې ښيي چې چاودېدونکي توکي له وړاندې جومات کې ځای پر ځای شوي وو.
پېښه کې یو بل لمونځ کوونکی هم وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.
ارګ دغه برید غندلی دی.
د ولسمشر غني ویاند صدیق صدیقي پر ټوېټرپاڼه د وزیر محمد اکبر خان جومات دننه کې دغه چاودنه وحشیانه او غیرانساني بللې ده.
تر اوسه کومې ډلې د چاودنې مسوولیت نه دی منلی.