د هېواد پر شمالي ولایتونو شدید توپانونه؛ ګردونه او تپې تيارې

دغه توپانونه نن سهار پنجشنبې د بلخ ولایت څخه پېل چې له غرمې وروسته د بغلان، سمنګانو، کندوز، تخار او یو شمېر نور ولایتونو ته ورسیدلو.

د بغلان، سمنګانو، کندوز، تخار او یو شمېر نورو شمال او شمال ختیځو ولایتونو اوسیدونکي وايي، چې له امله یې خلک له ډیرو ستونزو سره مخ شوي دي.

د راپورونو له مخې د توپانونو له پېل سره سم په ډیرو سیمو کې بریښناهم پرې شوې ده، زیاتې هټۍ او مارکيټونه په دغو ولایتونو کې تړل شوي دي او خلک له خپلو کورونو څخه بیرون ته نه شي وتلی.

د بغلان یو اوسیدونکي محراب الدین سلام وطندارته وویل، چې د دغه ولایت چاپيریال له خاورې او ګرد ډک او د تیارې شپې په څېردی او پر سرکونو موټر ولاړ دي.

هغه وايي، چې د وضعیت د زیات خرابوالي له امله په ۱۰ مترۍ کې انسانان نه لیدل کيږي او په انسانان په دوه مترې کې یو بل نه شي لیدلی.

نوموړي زیاته کړه، چې ډریورانو ته پرته له څراغونو سړک او د تګ مسیر نه ښکاري.

بل خوا د کندوز یو اوسیدونکی غلام حضرت د توپان په اړه د خپلو سترګو لیدلی حال داسې بیانوي:

"تېره شپه کندوز کې توپان پيل شوی دی د باران په شکل یو ډول خاوره وریږي خلکو ته يې ډیر زیانونه اړولي دي نن خپلو دروازو ته هم نشو راوتلی هټۍ تړلې دي."

په همدې حال کې د مزار یو اوسیدونکي ذبیح الله سلام وطندارته وویل، چې د نن ورځې توپان د تند باد په پيل سره د بریښنا مزي هم پرې کړل او اوس خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

هڅه مو وکړه چې د دغه دوامداره توپان په اړه د افغانستان هواپيژندنې ادارې نظر هم له ځان سره ولرو خو له زیاتو اړیکو سره سره ونه توانیدو.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام