د هرات د صرافانو ټولنې مشر بهاءالدین رحیمي وايي، وروسته له هغې چې امریکا په ایران بیاځلي فشارونه زیات کړل او د نورو بهرنیو اسعارو پر وړاندې تومان ارزانه شو؛ ځېنو افغانانو هڅې پیل کړي چې د هېواد له پولو هاخوا ایران ته ډالر ولېږدوي.
ښاغلی رحیمي زیاتوي، د قانون پر بنسټ هر افغان حق لري چې یوازې ۲۰زره ډالر یا معادل یې له هېواده بهر ولېږدوي او د ایران د قانون پر اساس، هر بهرنی وګړی یا د دې هېواد اوسېدونکی حق لري چې یوازې ۱۰زره ډالر یا معادل یې له دغه هېواده بهر ولېږدوي او یا یې هم دغه هېواد ته دننه کړي.
د هرات صرافانو ټولنې مشر په وینا، ایران ته د ۱۰زرو ډالرو لېږد لږترلږه لېږدونکي کس ته نیم میلیون تومان ګټه رسوي او په همدې دلیل هره ورځ لسګونه افغانان د هېواد لویدیځ زون له پولو نه په قانوني او غیرقانوني ډول ایران ته ځي او دغه هېواد ته له ځان سره ډالر لېږدوي.
د هرات د صرافانو ټولنې مشر د ډالرو دا ډول لېږد د اسعارو پر بیې او د توکیو په نرخونو اغېز کوي او په بازار کې د ډالرو کمښت د دې لامل کېږي چې هرات کې د ډالرو بیه له کابل سره توپیر وکړي.
بهاءالدین رحیمي زیاتوي، په قانوني ډول د ډالرو د لېږد ترڅنګ امکان شته چې ډالر په قاچاقي ډول هم ایران ته ولېږدول شي؛ خو دې برخه کې کره معلومات نهلري.
د هرات د صنایع او کانونو خونې مشر حمیدالله خادم هم ایران ته د ډالرو له قاچاقه اندېښمن دی او وايي، تومان د ورځې په تېرېدو سره خپل ارزښت له لاسه ورکوي او ایرانیان هم هڅه کوي چې د خپلو پیسو پر ځای ډالر ولري.
دهرات ځېنې صرافان هم د افغانیو پر وړاندې د ډالرو د بیې لوړېدلو یو لامل له هېواده بهر په ځانګړي توګه ایران ته د ډالرو لېږدول بولي.
هرات کې دوه صرافان عبدالظاهر او شیراغا کریمي وايي دولت باید د دې پیسو لېږدوونکي وڅاري او له هغو وپوښتي چې دومره پيسې دې چېرې او د څه لهپاره له هېواده وویستلې. دوی ډېر ډالر د هېواد د اقتصادي حالت لهپاره په زیان ګڼي.
پر دې ټولو سربېره، د هرات ځايي چارواکي ټینګار کوي چې له څوو کلونو راهیسې په هېڅ ډول ایران ته د ډالرو قاچاق اجازه نه ورکوي.
دغه اندېښنې داسې حال کې دي چې دا مهال یوازې د اسلامکلا پولې له لارې ګڼ شمېر افغانان ایران ته ځي.