د حامد کرزي نړېوال هوايي ډګر دروازې ته څېرمه د ځانمرګي برید له امله ۴ تنه ووژل او ۱۶ نور ټپیان شول.
نن غرمه مهال د (اګست په ۱۰ مه) په موټر کې ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکو ته د هوايي ډګر لومړۍ دروازې ته څېرمه د خلکو په ګڼه ګوڼه کې چاودنه ورکړل شوه.
ویل کیږي، چې د وژل شویو او ټپیانو په ډله کې ماشومان هم شامل دي.
د راپورونو پر بنسټ دغه چاودنه هغه مهال رامنځته شوه، چې د بهرنیو ځواکونو یو کاروان له سیمې نه د تېرېدو په حال کې و.
د کورنیو چارو وزارت وویل، اوس مهال کې د څېړنې ډله د پېښې په سیمه کې ده او سیمه د امنیتي ځواکونو له خوا کلابنده شوې ده.
تر دې مهال د پېښې مسولیت چا په غاړه نه دی اخیستی.
د هوايي ډګر مخې ته دغه چاودنه په داسې حال کې رامنځته کیږي، چې د جمعې ورځې پر لپسې چاودنو په کابل کې ګڼو ولسي وګړو ته یې مالي او ځاني زیانونه واړول.
له دې وړاندې د شنبې په ورځ د کندوز ولایت په خان اباد ولسوالۍ کې ځانمرګي برید کې ۲۹ مړه او ۱۹ تنه نور ټپیان شول.
دغه چاودنې د ملاعمر د مړینې له خبر وروسته د ملااختر محمد منصور په مشرۍ کې رامنځته شول.
دمګړۍ د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ هم د سولې خبرې اترې ځنډېدلي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې ولسمشر غني په خپل خبري ناسته کې پاکستاني چارواکو ته جدي خبرداری ورکړ، چې د افغانانو وژنه به د پاکستان او افغانستان ترمنځ اړيکې به معنا کړي.
هغه دا هم وویل، چې اوس هم په پاکستان کې د ترهګریزو بريدونو فابریکه فعاله ده او پاکستان په افغانستان يو نا اعلان شوی جنګ پېل کړی.