د هوايي چلند عواید ۱۵ سلنه زیات شوي

د هوايي چلند ملکي ادارې ویاند قاسم رحیمي وايي، د افغانستان هوايي چلند ملکي ادارې ۱۳۹۵ کال کې ۴،۳ میلیارده افغانۍ عواید لرل، چې دغه شمېره د تېر ۱۳۹۴ لمریز کال په پرتله ۱۵ سلنه زیاتوالي ښيي. د ده، په خبره تېرکال د دې ادارې عواید نږدې ۴ میلیارده افغانۍ و.

رحیمي وویل، سږکال ډېره بودیجه د هوايي ډګرونو په ترمینالونو لګول شوې او د څوو ولایتونو هوايي ډګرونه بشپړل شوي دي.

دی وايي، د کندهار، دایکندي او هرات ولایتونو د هوايي ډګرونو د تدارکاتو چارې پیل شوي او په ۱۳۹۶ لمریز کال کې به یې د میدانونو جوړولو چارې عملا پيل شي.

دغه راز غونډه کې د ترانسپورټ وزارت ویاند حکمت الله قوانج وویل، چې دغه وزارت په روان کال کې د افغانستان د ټولو مسافر وړونکو او باروړونکو شرکتونو او اتحادیو چارې ارزولي دي.

دی وايي، ترانسپورټ وزارت د ۳۴۱ ترانسپورتي شرکتونو او باروړونکو ټولنو جوازونه د دې له امله لغوه کړي، چې ترنسپورټي قوانین یې عملي کړي نه وو.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام