د هند او پاکستان سرحدي نظامي چارواکي به په نوې ډهلي کې غونډه وکړي

راپورونه وایي، چې هندوستان او پاکستان سرحدي لوړ پوړي چارواکي د دواړو هېوادونو په سرحدونو کې د ځينو ستونزو له امله به راتلونکي میاشت په نوې ډهلي کې سره ناسته ولري.

دغه غونډه هر دوه کاله وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ د سرحدي ستونزو د هواري په موخه ترسره کيږي.

يو پاکستاني چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط د پاکستان تربيون ورځپاڼې ته ویلي، چې په ۱۹۶۱ م ز کال د دواړو هېوادونو ترمنځ د شوې هوکړې له مخې په راتلونکي میاشت کې به دغه غونډه پېل شي.

دغه غونډه به د سپټمبر میاشتې په ۹مه نېټه پېل شي او شاوخوا څلور ورځې به دوام وکړي.

د دغې غونډې د همغږۍ ناسته تېره ورځ په واګه بندر کې د دواړو هېوادونو د چارواکو ترمنځ ترسره شوه.

که څه هم د پاکستان او هندوستان د ملي امنيت د سلاکارانو ترمنځ څو اوونۍ وړاندې ځينې خبرې تبادله شوې، چې په نتیجه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ په روسیه کې د شوې اوفا تړون هم له کړکېچ سره مخ شو.

پاکستاني چارواکي ویل، چې د اوفا په تړون کې باید د کشمېر مسله هم شامله ده.

خو د پاکستاني چارواکو له لوري د دغې مسلې ذکر د هندي مقاماتو د غوسې پارولو لامل شو، چې په نتیجه کې د اوفا تړون د دواړو هېوادونو له لوري رد شو.

دغه ناسته به د پاکستان (ډي، جي، ایم، او) یا د نظامي عملياتو عمومي مشرانو او د هندوستان (بي، ایس، ایف) یا د سرحدي لوړ پوړو نظامیانو ترمنځ وشي.

که څه هم دواړو خواوو د اوفا تړون لغوه اعلان کړې، خو راپورونه وايي، چې د سرحدونو د ستونزو په هکله ناسته د اوفا تړون یوه برخه وه.

هندوستان او پاکستان په داسې حال د سرحدي ستونزو په اړه غونډه کوي، چې په دې وروستيو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ په سرحدي سيمو کې څو وارې نښتې شوې، چې دواړو خواووته په کې مرګ ژوبله اووښتې ده.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام