د " این، ایس، اې" له ناکامېدو وروسته اوس د هندوستان او پاکستان ترمنځ نظامي خبرې اترې هم له کړکېچ سره مخ شوي.
په پام کې وه، چې په دې وروستیو کې د هندوستان او پاکستان د ملي امنيت سلاکارانو ترمنځ د دغو دواړو هېوادونو د ځينو نظامي ستونزو په باب خبرې اترې وشي، خو اوس یو پاکستاني لوړ پوړي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط تربیون ورځ پاڼې ته ويلي، چې دغه خبرې اترې هم د کړکېچ سره مخ شوي دي.
د هندوستان او پاکستان د ملي امنيت سلاکارانو پريکړه کړې وه، چې د دواړو هېوادونو د نظامي عملياتو عمومي مشرانو ترمنځ به د نورو امنيتي خبرو اترو ترڅنګ د ډهلي او اسلام اباد په سرحدونو کې د شته ستونزو په باب هم خبرې اترې وکړي.
تېره ورځ د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وویل، چې هېواد يې د هندوستان او پاکستان ترمنځ د مذاکراتو ردېدو په باب د مایوسۍ اظهار کړی.
د متحده ایالاتو د بهرنيو چارو وزارت ویاند جان کربي وویل، چې هېواد به يې ډېر ژر د هندوستان او پاکستان ترمنځ د خبرو اترو پر پېل بیا ټينګار وکړي.
نوموړي د هندوستان له "پریس ټرس آف انډيا " ورځپاڼې سره د خبرو اترو په ترڅ کې زیاته کړې وه، چې امريکا د هندوستان او پاکستان ترمنځ د خبرو اترو د بیا پېل له پاره خپله حوصله زياته کړې.
د پاکستان د ملي امنيت سلاکار سرتاج عزیز د يوې خبري ناستې پر مهال ویلي وو، چې پاکستان له هندوستانه غېر مشروط مذاکرات غواړي او دی د غېر مشروطو مذاکراتو له پاره همدا اوس تیار دی، چې ډهلي ته سفر وکړي.
هندوستان پر پاکستان تور پوری کړی، چې اسلام اباد د "اوفا" معاهدې خلاف کارونه کوي، ځکه د هندي چارواکو په وينا په اوفا معاهده کې دا راغلي، چې د ټولو مهمو مسایلو په هکله به خبرې اترې کيږي.
د پاکستان د ملي امنيت سلاکار ویلي، چې هندوستان د خبرو اترو څخه د کشمیر موضوع ویستلې او نه باید داسې وشي.
هغه وايي، که د کشمير موضوع حل وي، نو په زرګونه هندوستاني پوځيان هلته د څه له پاره میشت دي !؟
اخوا بیا د هندوستان د بهرنيو چارو وزیره سشماسوراج ویلي، چې هېواد يې هيڅکله هم د خبرو اترو له پاره پېشکي شرایط نه دي وړاندې کړي.
هغې زیاته کړې، چې د پاکستان او هندوستان ترمنځ د خبرو اترو له پاره درېيم ګړي هېواد ته ځای نه شته.
د ترهګرو سره مبارزه کول د اوفا معاهدې یوه مهمه برخه جوړوي.
د اوفا معاهده د روسيې په اوفا ښار کې د هندوستان لومړي وزیر نريندرا مودي او د پاکستان صدراعظم نواز شریف ترمنځ شاوخوا یوه میاشت وړاندې د يوې غونډې په ترڅ کې لاسلیک شو.
نو ځکه د هندوستان د بهرنيو چارو وزیره ویلي، چې د کشمير موضوع په دغه برخه کې نه شي شاملېدی.
د اوفا خبرو اترو یوه لویه برخه په پاکستان کې د ترهګرو سره مبارزه کول یاد شوي دي.
نوی ډهلي غواړي، چې په راتلونکي سپټمبر میاشت کې د "این، ایس، اې" خبرو اترو د پېل څخه وړاندې دوې ناستې له پاکستاني مقاماتو سره ولري، خو پاکستاني چارواکي بیا دغه موضوع رد کړې ده.
دغه پاکستاني مقام تربیون ورځپاڼې ته زياته کړې، چې " حقیقت دا دی، چې د پاکستان او هندوستان ترمنځ د اوفا معاهده له کړکېچ سره مخ شوی."
هندوستان ټينګار کاوه، چې د اوفا ناستې څخه مخکې باید "این، ایس، اې" ناسته وشي.