د افغانستان په سفر بوختې هندۍ کرکټ ملي لوبډلې که څه هم په افغانستان کې تاریخي میلمه پالنه ولیده او له افغان کرکټ ملي لوبډلې سره یې په مینه د کرکټ لومړی تاریخي سیریز ترسره کړ، خو د سفر پایله خواشینوونکې شوه.
د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، له میلمه هندۍ معلولیت لرونکې کرکټ ملي لوبډلې سره مل (منیجر) د افغانستان کرکټ بورډ په میلمستون کې ساه ورکړې ده.
د افغانستان کرکټ بورډ د رسنیو څانګې مسوول فرید هوتک سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، چې د هندۍ معلولیت لرونکې کرکټ ملي لوبډلې منیجر ۶۸ کاله عمر درلود.
هوتک وویل:" په خواشینۍ سره د هندۍ معلولیت لرونکې کرکټ ملي لوبډلې سره مل مدیر " جي پي ملک " نن سهار په تشناب کې هندوستان ته د تلو وړاندې ساه ورکړې ده".
د رسنیو څانګې مسوول زیاته کړه، د هندۍ لوبډلې د منیجر عمر زیات وو او ښایي نوموړی د زړه حملې له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړی وي.
د هوتک پر وینا، که څه هم د هندوستان معلولیت لرونکې کرکټ ملي لوبډله د پلان سره سم د خپل هیواد په لور روانه شوه، خو د مدیر مړی لاهم کابل کې دی.
فرید هوتک وویل، د هندۍ معلولیت لرونکې کرکټ ملي لوبډلې د منیجر په مړینه یې په کابل کې د هندوستان سفارت خبر کړی دی.
نوموړي زیاته کړه، د مدیر مړی (عدلي طب) ته لیږدول شوی دی او تر اوسه پیښه د امنیتي چارواکو تر څیړنې لاندې ده.
همدارنګه د هندوستان د بهرنيو چارو وزیرې سوشما سوراج هم په خپل ټویټر پاڼه کې د نوموړي مړینه تاید کړې او ویلي یې دي، چې جي پي ملک د زړه حملې له امله مړ شوی دی.
د یادونې وړ ده، چې د هندوستان معلولیت لرونکی کرکټ ملي لوبډله د کرکټ په تاریخ کې هغه لومړۍ لوبډله وه، چې د دوه اړخیزه کرکټ سیالیو له پاره تیره اونۍ افغانستان ته راغلې وه.
د دواړو افغانستان او هندوستان معلولیت لرونکو کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ په "کابل-الکوزي" کرکټ نړیوال لوبغالي کې ۳ شل اوریزه لوبې وشوې، چې ۲ د۱ بریا په وړاندې افغان لوبډلې وګټلې.