د افغانستان سویل هلمند ولایت د کجکي برېښنا د بند دویم فاز د جوړولو تړون د شنبې په ورځ (اکټوبر ۱) په ارګ کې د ولسمشر محمد اشرف غني په حضور کې د اوبو او انرژۍ وزارت او یو ترکي شرکت ترمنځ لاسلیک شو.
د اوبو او انرژۍ وزیرعلي احمد عثماني ددې تړون د لاسلیک پرمهال وویل، چې د کجکي بند جوړول به د سیمې پر امنیت، ثبات، ولایتي پراختیا او د خلکو د رضایت د را جلبولو په برخه کې ډیر مثبت بدلون راولي.
د معلوماتو له مخې، د دویم فاز په بشپړیدو سره به د کجکي بند د اوبو ذخیره ۲ میلیارده او ۳۴ میلیونه مترمکعبو ته ورسيږي.
د عثماني پر وینا، افغانستان د انرژي په برخه کې په خپل ځان د بسیا کېدو له پاره له ۴ تر۵ میلیاردو امریکایې ډالرو ته اړتیا لري.
د "ترکي ۷۷ شرکت" مشر سلیمان سلیو د تړون لاسلیکولو پر مهال په خپله وینا کې وویل، چې د کجکي بند د دویم فاز په جوړیدوسره به ددې بند ظرفیت ۳ برابره شي.
نوموړي زیاته کړه، دویم فاز چې ۱۰۰ میګاواټه اضافی برېښنا تولیدوي، دا به نه یواځې د کجکي اوسنی ظرفیت چې ۵۱ میګا واټه ده؛ ۱۵۱ میګاه واټو ته لوړ کړي، بلکې د پراختیا له پاره به يې هم زمینه برابره کړي.
په دی مراسمو کې حکومتي چارواکو د هلمند او کندهار له اوسیدونکو غوښتنه وکړه، چې د کجکي د برېښنا بند د دویم فاز په جوړولو کې له دولت سره مرسته وکړي.