«د هلمند په بُست روغتون کې د ناروغو ماشومانو ۴۴ سلنه مړه شوي»

بې‌پولې ډاکټرانون یا ام‌اس‌اف په یوه خپاره کړي راپور کې ویلي چې په تېرو دوو لسیزو کې له نړیوالو مرستو او پانګونو سره سره افغانان اوس هم اساسي او بیړنیو روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسۍ لپاره د ناامني، لرې مزل، لګښت او په د لاسرسي وړ مرکزونو کې بیا د روغتیايي کارکوونکیو او وسایلو د کمښت له کبله له ستونزو سره مخ دي.

د بې‌پولې ډاکټرانو په راپور کې لیکل شوي، هغه روغتیايي کارکوونکي چې د بې‌پولې ډاکټرانو ملاتړ ورسره دی، هره ورځ پر ناروغانو د هغه ځنډ اغېزې ګوري چې ورسره لاس او ګرېوان دي او دا ښايي د انسان د مرګ او ژوند د توپیر په مانا وي.

په راپور کې زیاته شوې چې د ۲۰۱۹ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې هغه ماشومان چې د هلمند د بُست روغتون د ځانګړو جدي مراقبتونو په څانګو کې وو، ۴۴ سلنه یې د ۲۴ ساعتونو په جریان کې خپل ژوند له لاسه ورکړی؛ ځکه پر وخت روغتون ته نه وو لېږدول شوي او ناروغۍ یې سختې شوې وې.

بله‌خوا د هرات په سیمه‌ييز روغتون کې له ۸۹ سلنه زیاتو ناروغانو او د دوی پایوازانو ویلي چې د مالي ستونزو له کبله روغتیايي مرکزونو کې له تګ نه پاتې شوي دي. د بې‌پولې ډاکټرانو په راپور کې د یوه ناروغ د پلار له قوله لیکل شوي چې روغتون ته د ناروغ د لېږد لګښت پیدا کولو لپاره یې ۸ ورځې وروسته ناروغ روغتون ته وړی دی.

د بې‌پولې ډاکټرانو راپور په هلمند او هرات ولایتونو کې له ناروغانو او د هغوی له پایوازانو سره د مرکو او د بې‌پولې ډاکټرانو د معلوماتو پر بنسټ جوړ شوی دی.

په راپور کې وړاندې لیکل شوي، له ۲۰۱۴ کال راهیسې چې بې‌پولې ډاکټرانو په‌کې راپور خپور کړی و، دغه وضعیت هېڅ بدلون نه دی کړی.

په یاد راپور کې بې‌وزلي، د روغتیايي مرکزونو لرې‌والی، ناامني، د مسلکي روغتیايي کارکوونکیو او وسایلو کمښت، هغه جدي ستونزې ګڼل شوي چې افغانان ورسره لاس او ګرېوان دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام