د هلمند والي حیاتالله حیات وايي، چې ایراني ډيپلوماټانو او د پاکستان څارګرې ادارې غړو له طالبانو سره جلا جلا ناستې کړي دي او وسلهوالو طالبانو ته وسلې ورکوي.
له بل لوري د دفاع وزارت چارواکي وايي، چې په هلمند کې له طالبانو د ایران او پاکستان د ملاتړ په اړه شواهد نهلري.
له طالبانو د ایران او پاکستان ملاتړ په اړه چارواکي په داسې حال کې ضد او نقیض څرګندونې کوي، چې تېره ورځ د هلمند والي دا هم ویلي و، چې څه وخت وړاندې دوه داسې توغندي امنيتي ځواکونو له طالبانو ترلاسه کړي وو، چې یو کال وړاندې په ایران کې جوړ شوي.
په هلمند ولایت کې له طالبانو د ایران او پاکستان د ملاتړ په اړه حکومتي چارواکي یوه خوله نه دي او ضد و نقیض څرګندونې کوي.
د دفاع وزارت چارواکي وايي، چې په هلمند کې له طالبانو دایران او پاکستان د ملاتړ په اړه شواهد نه لري،
خو بلخوا د هلمند والي بیا زیاتوي، چې ایراني ډيپلوماټانو او د پاکستان څارګرې ادارې غړو له طالبانو سره جلا جلا ناستې کړي دي.
د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش سلام وطندار ته وویل که شواهد او اسناد پیدا کړي چې ایران او نور هیوادونه په هلمند کې له طالبانو سره مرستې کوي، نو امنيتي ځواکونه له هیواده دفاع ته چمتو دي.
دې زیاتوي افغان امنیتي ځواکونه به په هیواد کې د بهرنيو استخباراتي شبکو په خلاف کلکه دفاع او عملي ګامونه پورته کړي.
" مونږ د ټول ظرفیت په استعمالولو سره د خپل هیواد دفاع کوو او داسې شواهد چې د ایران یا نورو هیوادونو داسې شواهد به لاس راشې داسې شواهد اومعلومات نه شته".
خو بل خوا د یکشنبې په ماښام د هلمند والي حیات الله حیات د خبری کنفرانس پرمهال رسنیو ته وویل، له تیرو څو میاشتوراهیسې داسې ویل کیدل، چې ایران له وسلهوالو طالبانو سره لاس یو کړی او وسلې ورکوي.
حیات وايي، څه وخت وړاندې دوه داسې توغندي امنيتي ځواکونو له طالبانو ترلاسه کړي وو، چې یو کال وړاندې په ایران کې جوړ شوي.
د هلمند والي زیاته کړه، څو ورځې وړاندې یوشمیر ایراني ډیپلوماټانو او د پاکستان د استخباراتي ادارې کسانو په ګرمسیراو موسی کلا ولسوالیو کې په جلاجلا توګه له وسلهوالو طالبانو سره ناستې کړي دي.
دی زیاتوي، چې له معلوماتو وروسته یې پاکستاني وګړي په نښه او څلور واړه یې په هوايي برید کې ووژل شول.
" د ګرمسیر شاوخوا ځینې خارجي اتباع راغلي، چې ویل کیږي ایرانیان او پاکستانیان پهکې شامل دي، د طالبانو په ډلو کې راغلي او دوی په ځینو ځایونو باندې ګرځي؛ ملي امنیت خپل تحقیقات پیل کړی او کله چې مو بشپړ معلومات پیداکړل له رسنیو سره به یې شریک کړو."
له طالبانو د ایران، روسیې او پاکستان د ملاتړ په اړه د هلمند د والي د ویاند څرګندونې لومړۍ هغه نه دي؛ بلکې له دې وړاندې د کندوز، فراه او هرات امنیتي او سیمهییز چارواکو هم په زغرده ویلي وو چې دغه هیوادونه وسلهوالو طالبانو ته وسلې او د جګړې مهمات ورکوي.
خو تر اوسه پورې افغان حکومت او د بهرنيو چارو وزارت په دې اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.