د هلمند د نادعلي ډېرې سیمې بېرته له طالبانو ونیول شوې

 

د هلمند د والې ویاند عمرځواک سلام وطندار ته وویل چې افغان ځواکونو په پنځو ورځنیو عملیاتو کې د نادعلي ولسوالۍ شین‌ کلی، خوشال کلی، هزاره‌ګانو کلا او ماته‌کې په نوم پراخه سیمې نیولې دي.

دی وایي، په‌دې عملیاتو کې ۶ طالبان او د هغوی ۲ موټرې له منځه تللې دي.

ښاغلي ځواک زیاته کړه، په‌دې عملیاتو کې دولتي ځواکونو ۱۵ کیلومتره پرمختګ کړی او د طالبانو د تګ ـ راتګ لارې یې بندې او امنیتې پوستې یې ځای پرځای کړې‌دي.

د هلمند د والي ویاند محمد عمر ځواک په وینا چې په عملیاتو کې د ملي اردو، ملي پولیسو او ملي امنیت له ځواکونو سره د امریکا سمندري ځواکونو هوایي ملاتړ هم شته.

ښاغلی ځواک زیاتوي، د نړیوالو ځواکونو په هوایي بریدونو کې د نشه‌یي توکیو یو کار ځای له منځه تللی دی.

افغان ځواکونه داسې مهال د هلمند نادعلي ولسوالۍ پراخو سیمو نیولو خبر ورکوي چې لا هم د دې ولایت پراخې سیمې د طالبانو په ولکه کې دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام