د هلمند د سقوط شویو ولسوالیو اوسېدونکیو ټولنیزې او اقتصادي ستونزې

په هلمند کې ګرشک، ناوه او نادعلي هغه ولسوالۍ دي چې تر دولتي حاکمیت لاندې دي؛ خو  دیشو، خانشین، باغران، نوزاد او موسی‌کلا بیا هغه ولسوالۍ دي چې په بشپړ ډول طالبانو سقوط کړې‌دي او د ګرمسیر، واشېر، مارجې، سنګین او کجکي ولسوالیو مرکزونه د دولت په ولکې کې دي.

په هغو ولسوالیو کې ـ چې دولتي حاکمیت په‌کې نه‌شته او یا هم نا امنه دي ـ اوسېدونکي يې وايي، له ګڼو اقتصادي او ټولیزو ستونزو سره مخ دي.

د یادو ولسوالیو اوسېدونکي وايي، ځوانان يې د بې‌کارۍ ترڅنګ معیاري زده‌کړو نه هم بې‌برخې دي او په ګڼو سیمو کي روغتیايي ستونزو لري. دوی په ورته مهال د غلاوو او ترور له پېښو هم اندېښمن دي.

د دې ولسوالیو اوسېدونکي له امنیتي بنسټونو نه د طالبانو د ځپلو او ناامنیو د خلاصون په پار د پراخو چاڼیزو امنیتي عملیاتو غوښتنه کوي.

د هلمند مدني فعال عبدالحق ځواکمن هم وايي، د ناامنو ولسوالیو  خلک له کړاوونو ډک ژوند لري او د ګڼو نورو ستونزو ترڅنګ له زده‌کړو او روغتیايي خدمتونو څخه هم بې‌برخې دي.

ښاغلی ځواکمن له حکومته هیله کوي چې د دې خلکو ستونزې حل  کړي.

د هلمند چارواکي هم په یادو ولسوالیو او سیمو کي د خلکو ستونزي مني؛ خو زیاتوي، تر یو بریده روغتیايي او ښوونیز خدمتونه ورته رسېدلي؛ خو مني چې د بسنې تر کچې یې اړتیاوې نه وي پوره شوې.

د هلمند والي مطبوعاتي سلاکار زاهداحمد اتل منښته کوي هغو سیمو کې چې دولتي حاکمیت نه‌وي، له بده‌مرغه هلته ټولنیز، اقتصادي او پوهنیز بهیر ډېر ترینګلی دی تر ډېره د خلکو ژوند د ډېرو پخوانیو پېړیو په شان روان دی.

ښاغلی اتل زیاتوي، امنیتي ځواکونه خپل پلانونه لري او په وینا یې، همدا اوس د سنګین ولسوالۍ د بېرته نیولو له‌پاره پوځي عملیات روان دي.

دی په ټینګار سره وايي، همداسې نورې ولسوالۍ هم د جوړیو شویو امنیتي پلانونو له‌مخي نیول کېږي او خلکو ته به د ژوند هوسا او خوندي چاپېریال برابر شي.

ورته مطالب:

د هلمند د برید قربانیانو شمېر ۴۸ تنو ته ورسېد

هلمندي لاریونوال: له سنګینه تر کندهاره د برېښنا مزی بې‌کیفیته دی

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام