له هغه وروسته چې طالبانو د هلمند-کندهار پر لویې لارې پر امنیتي پوستو موټربم بریدونه، ماین چاودنې او نښتې زیاتې کړي، د دغې لارې مسافران او د سیمې یوشمېر اوسېدونکي وايي، د یادې لويې لارې ناامنه کېدو یې پر ژوند او کاروبار منفي اغېز کړی دی.
دوی له امنیتي مسوولانو غواړي چې د لویې لارې امنیت ساتلو ته جدي پام وکړي.
د هلمند اوسېدونکي لعلمحمد او عبدالحق وايي، له کندهار نه تر هلمنده غځېدلې لویه لاره ناامنه ده چې خلک یې اندېښمن کړي دي.
د دوی په وینا، یادو ناامنیو نه یوازې خلکو او مسافرو ته ستونزې جوړې کړي، بلکې طالبان هم د لارې په بېلابېلو برخو کې سړک ته راوځي، موټر دروي او ان کله ځینې کسان هم له ځانه سره بیايي.
د هلمند مسوولان هم د هلمندکن-کندهار پر لویې لارې ناامني مني خو وايي، د دغه ولایت نظامي شورا د ستونزو مخنیوي لپاره هڅې پیل کړې دي.
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وايي، د یادې لویې لارې د امنیت تامینولو په موخه به عملیات وشي او دغه راز نوې امنیتي پوستې به پرې ځای پر ځای شي.
په هلمند کې د نظامي چارو شنونکي وايي، طالبانو د سولې په خبرو کې د امتیاز ترلاسه کولو لپاره په ولایتونو، په تېره لویو لارو کې بریدونه زیات کړي دي.
که څه هم تر اوسه د طالبانو او حکومت تر منځ د سولې مخامخ خبرواترو نېټه نه ده په ډاګه شوې، خو د هلمند اوسېدونکي هیله څرګندوي چې دغه خبرې به په هېواد کې روانې جګړې ته د پای ټکی کېږدي.