د هلمند‌ـ‌کندهار د برښنا مزي په یوه کال کې ۲۰۰ ځله پرې شوي

د هلمند او کندهار اوسېدونکي وايي چې د کجکي د برښنا مزي ان په یوه ورځ کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته کې دوه ځله هم پرې کېږي او د دوی زغم یې پای ته رسولی دی.

د دوی په وینا، ځینې وخت د برښنا پایې او مزي ژر بېرته وتړل شي، خو ډېری وخت څو ورځې برښنا نه وي چې د خلکو پر کاروبار یې منفي اغېز کړی دی.

د هلمند او کندهار اوسېدونکي له برښنا ریاست نه غواړي چې د دې ستونزې د حل لپاره بنسټیزه حل‌لاره ومومي.

خو د هلمند د برښنا مسوولان وايي، یاد مزي ډېر کله د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتو کې پرې کېږي او تر هغې چې جګړه روانه وي، دا ستونزه به پر خپل ځای وي.

د هلمند د برښنا رییس وحیدالله عليزی وايي، په تېره یوه کال کې له کجکي نه تر لښکرګاه او کندهار پورې غځېدلي مزي د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د نښتو پر مهال شاوخوا ۲۰۰ ځله پرې شوي دي.

د نوموړي په وینا، دوی هڅه کوي چې د برښنا پرې شوي مزي بېرته سره ونښلوي، خو ځینې وخت امنیتي ځواکونه او طالبانو د برښنا کارکوونکو ته اجازه نه ورکوي چې سیمې ته ور شي.

د هلمند د برښنا رییس ناامني د برښنا د مزو پرې کېدو او بېرته یې د ژر نه تړل کېدو اصلي لاملونه بولي.

د یادونې ده چې څه موده مخکې د کجکي برښنا مزي په څلورو سیمو کې پرې شوي وو او د مسوولانو په وینا، درې برخې یې ژر وتړل شوې، خو د هلمند د سنګین ولسوالي په فتح‌محمد پېچ سیمه کې د جګړې له کبله پرې شوي مزي له دوو اوونیو وروسته وتړل شول.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام