د هسکې‌مېنې ولسوالۍ له کډه شویو کورنیو سره چا مرسته نه‌ده کړې

د ننګرهار ولایت د هسکې‌مېنې ولسوالۍ شاوخوا ۴ سوه کورنۍ د دې ولسوالۍ له ګورګورۍ، ګاګرې، پاپین، شغال، خرکي، چګڼه، خرکڼۍ، مریزکنډو، لنګرۍ کنډو، کلا او شیخا، شابۍ او اشرف‌ خېلو سیمو بې‌ځایه شوې‌دي.

بې‌ځایه شوې کورنۍ وايي، حکومت ورته د هوا له لارې خبرداری ورکړی‌و، چې خپل کورونه پرېږدي او ځانونه امن سیمو ته ورسوي.

د دوی په خبره، له اختره مخکې ورته د سیمو پرېښودو او د داعش ضد عملیاتو ویل شوي؛ خو نه تر اوسه عملیات پیل شوي او نه هم بمبار شوې‌ده.

د دې کډولو له ډلې عبدالرحیم وايي، دا کورنۍ تر ډېره په ښوونځيو، روغتیايي مرکزونو، خوړونو او بیدیاو کې په ډېر سخت حالت کې ژوند کوي. د ده پر وینا، تر اوسه ورسره چا مرسته نه‌ده کړې، که څه مرسته راهم شي؛ په ولسوالۍ کې ورکېږي.

محمدخان هم د همدې ډلې کډوال دی. دی وايي، حکومت یې د عملیاتو او مرستو په نامه غولوي؛ خو دوی او سیمو ته یې هېڅ ګټه نه‌رسېږي.

دوی د سرپنا تر څنګ د خوراکي توکیو، څښاک اوبو، روغتیايي او نورو اسانتیاو له نه‌شتوالي هم شکایت وکړ.

داسې انګېرنې هم شته، چې هسکه‌مېنه کې داعش ډلې لوی مرکزونه جوړ کړي؛ که پر وړاندې یې قوي عملیات ونه‌شي؛ نو د یادې ولسوالۍ د سقوط ګواښ شته.

د سیمې یو قومي مشر سیدمحمد وواي، چې داعش په نرۍ اوبو، غلام ډاګ او یو شمېر نورو سیمو کې له هسکې‌مېنې ولسوالۍ راتاو شوي‌.

د ده په خبره، که پاخه سړک ته راکوز شول؛ ولسوالي به محاصره او ټولې لارې به بندې شي، چې سل په سلو کې د سقوط خطر یقيني کېږي.

ځايي چارواکي بیا د هغه ځایونو نومونه اخلي، چې په‌کې داعش ډلې پراخ او قوي مرکزونه جوړ کړي او د یادې ډلې یوه «اېف اېم» راډیو هم په‌کې له همدغه ځایه نشرات کوي.

د هسکې‌مېنې ولسوال سازولي شینواری په ټینګار سره وايي، چې داعشیانو په ګورګورۍ، کلا او شسخا، اغز او کڅو کې قوي مرکزونه جوړ کړي‌دي. د ده پر وینا، په‌دې مرکزونو کې د روزنې مرکز، د وسلو ډيپوګان، راډيو او کافي کسان موجود دي.

ولسوال سازوالي شینواری نیوکه کوي، چې ولایتي او مرکز ادارې د هسکې‌مېنې ولسوالۍ بې‌ځایه شویو شاوخوا ۴۰۰ کورونو ته پر وخت مرستې نه رسوي؛ نو ځکه دوی هم ناامېده شوي‌دي.

دی زیاتوي، چې یو ځل يې د ۳ سوو کورنیو سره د مرستو امر واخیست؛ خو یوازې ۱۳ کورنیو سره مرستې وشوې.

بل خوا د ننګرهار د ولایتي ادارې ویاند عطاالله خوږیاڼي سلام وطندار ته وویل، هسکه‌مېنه کې د داعشیانو پر ضد د قوي عملیاتو پلان لري؛ ځکه خو یې د یادې ولسوالۍ اوسېدونکیو ته له مخکې د سیمو د پرېښودو خبرداری ورکړی‌دی.

نوموړی وايي، بې‌ځایه شویو کورنیو سره د مرستو په پار کډوالو ریاست ته د هغوی د سروې او د مرستې لارښوونه شوې‌ده.

له‌دې پخوا هم د ننګرهار له بېلابېلو ولسوالیو ملکي خلک د وسله‌والو له وېرې او د حکومتي ځواکونو او وسله‌والو تر منځ د نښتو له امله بې‌ځایه شوي، چې ګڼ هغه یې له هر ډول مرستو بېې‎‌برخې پاتې شوي‌دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام