د هرات لسګونو اوسېدونکیو نن د کفن په اغوستو د هرات د ولایت مقام مخې ته اعتراض وکړ او د دغه ولایت د ښاروال محمدداوود انوري په بېکفایتۍ، تفرقهاچونې او کمکارۍ تورن کړ او د لرې کولو غوښتنه یې کوله.
دوی چې د هرات ښاروال پر ضد شعارونه ورکول، خبرداری وکړ، که د هرات ښاروال لرې نهشي، د ښاروالي دروازه به وتړي.
اعتراض کوونکي سیدسلیمان او سیدحامد وايي، د دغه ولایت ځوانانو ځکه کفن اغوستی چې د ظلم په وړاندې سر نه ټیټوي او ښاروال دې د لوحو د نومونو پر ځای، د ښار د جوړولو او رغولو برخه کې کار وکړي او دغه راز باید د هراتیانو سپکاوی و نهکړي.
موږ وغوښتل چې پهدې اړه د هرات د ښاروال محمدداوود انوري نظر هم واخلو، خو نوموړي پهدې اړه له څه ویلو ډډه وکړه.
بلهخوا د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد وايي، د دغه ولایت والي د اعتراضکوونکیو له استازیو سره په غونډې کې هغوی ته ډاډ ورکړی چې په یوه اوونۍ کې به یې ستونزې حل او غوښتنو ته پام وشي.
دا لومړی ځل نهدی چې هراتیان د دغه ولایت د ښاروال پر وړاندې اعتراض کوي، بلکې له تېرو پنځو میاشتو راهیسې یې د ښاروال د کارونو پر وړاندې ۴ ځله اعتراض کړی دی.