د هرات ښاروال: د ولایتي شورا غړي د پراختیایي پروژو عملي کیدو په برخه کې بډې اخلي

د هرات ښاروال فرهاد نیایش وايي، چې د ولایتي شورا غړو ترمنځ له پراختیايي پروژو بډې اخیستل په یوې قاعدې بدل شوی دی.

نیایش دعوه کوي، چې ولایتي شورا له څو کلونو راپدیخوا د ښاروالۍ له پراختیايي پروژو زیات پېسې په بډو اخلي.

د هرات ښاروال فرهاد نیایش د يکشنبې په ورځ په دغه ولایت کې خبري غونډې ته وویل، چې په دې وروستیو کې ولایتي شورا له ښاروالۍ او د ودانیز شرکت څخه چې د هرات ښار مرکزي سرک قیرکول پرغاړه لري ۵۰ زره ډالرو بډې غوښتنه کړې.

د نیایش پروینا، د هرات ولایتي شورا خبرداری ورکړی، چې که دا مبلغ پیسې ورنه کړل شي دوی به د رسنیو له لارې اعلان وکړي چې د هرات ښار مرکزي سرک د قیرکولو کار بې کیفیته دی.

"یو شمیر کسان چې په ولایتي شورا کې مدیریتي او اجرایوي دندې لري په کمیشنکارۍ او اخیستلو پروسه باندې بوخت دي او دا اخاذی يي تر دې بریده پراخ دی، چې د مهار وړ نه دی د ښاروالۍ هره پروژه چې پیل او د تدارکاتو پړاو ته لاړه شي دغه کسان راځي پر موږ او شرکت فشار راوړي او حق غواړي."

د هرات ښاروال وايي، چې تیرکال د ښاروالۍ پروژو عملي کیدو له پاره یاده اداره او ودانیز شرکت ناچار و، چې د هرات ولایتي شورا چارواکو ته زیات پیسې بډې ورکړي او ګټونکي شرکتونه هم دغه دولتي بنسټ ته د بډې ورکولو له پاره، هرکیلو متر سرک د ۳۵۰ زرو ډالرو په لګښت قرارداد کاوه.

د نیایش پروینا، سږکال له بډې په مخنیوي سره د  ۲۷۰ زرو ډالرو په لګښت د ۳ کیلو متره سرک قرارداد کیږي.

خو د هرات ولایتي شورا رییس کامران علیزايي د ښاروال دا ادعا بې بنسټه بولي.

"که ما او یاهم د ولایتي شورا کوم غړي له ښاروالۍ پیسې غوښتلی وي اسناد لري، وړاندې دې کړي له سند پرته حق نه لري چې پر موږ تور ولګوي او زموږ له ابرو سره لوبې وکړي او دا مسله به څارنوالۍ کې ثابته شي که هغه اسناد درلودل باید زه محکمه شم که نه باید څارنوالي هغه محکمه کړي."

د هرات ولایتي شورا رییس زیاته کړه، چې یاده شورا هیڅکله د ښاروالۍ د پروژو عملي کیدو مخنیوی نه دی کړی او یوازې له دغو پروژو څارنه کوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام