چارواکي وايي، چې د هرات غوریانو ولسوالۍ څخه اوسمهال وسلهوال مخالفین د قاچاقي توکو د ليږد راليږد په موخه ګټه اخلي او پهدې وروستیو کې بیخي د دوی په یوه عادي لاره بدله شوې ده.
د غوریانو ولسوال عبدالکریم زاهد وايي، چې طالبان خپل ډیر عواید د نشهيي توکو د قاچاق له لارې لاس ته راوړي او نشهيي توکي او دغه توکي بیا دغوریانو له لارې شینډنډ، فراه او نیمروز ولایتونو ته لیږدوي.
یاده ولسوالۍ له ګاوندي هیواد ایران، شینډنډ، ګلران او کهسان ولسوالیو سره ګډه پوله لري، چې د وسلهوالود طالبانو لهپاره د نشي توکو د قاچاق په مهمه لار بدل شوې ده.
سیمهييز چارواکي وایي، لهدې ولسوالۍ څخه د وسلو او نشهیي توکو قاچاق د ناامنیو ترڅنګ د ګڼ شمیر کورنیو ان د ماشومانو د روږدې کېدو لامل شوي دی.
نوموړی زیاته کړه دا ولسوالي پراخې دښتې لري او پولیس په اوسني کم تشکیل نهډشي کولی د نشهیي توکو د قاچاق د مخنیوي لهپاره په هرځای کې پوستې جوړې کړي.
ولسوال وایي، سره له دې هم په روان کال کې دوی د طالبانو د نشه یي توکو دوه سترې فابریکې او د نشه يي توکو دوه سترې زیرمې له مینځه وړې دي.
د هرات د والي ویاند جیلانې فرهاد هم د غوریانو ولسوالۍ له لارې نورو ولایتونو ته د نشه یي توکو قاچاق مني، خو د مخنیوي په موخه يې د امنیتي ځواکونو له هڅو خبر ورکوي.
نوموړي زیاته کړه: «په همدې خاطر د نشهيي توکو د مخنیوي له پاره د امنیتي ځواکونو له خوا ګډې طرحې تر لاس لاندې نیول شوې دي او په روان کال کې د ۵ زره جریبه ځمکې کوکنارو اړول او دیوې اندازې نشه یی توکو ضبط په دې برخه کې د چارواکو جدیت او د پروګرام د موثریت ښوونه کوي او په دې برخه کې به هڅې دوام پیدا ولري».
د غوریانو ولسوال عبدالکریم ذاهد همدا ډول وویل، چې دا ولسوالي د زعفرانو د تولېد مرکز هم دی خو هرات ته د ایران د بې کیفیته زعفرانو واردات او د نړۍ بازارونو ته د افغانستان په نوم د هغو صادرول ددې لامل شوی دی، چې د دې ولسوالۍ د زعفران راولویږي.