د هرات سلګونو اوسېدونکیو د ولایتي شورا رییس پرضد اعتراض وکړ

د ولایتي شورا رییس کامران علیزي له‌خوا د پوهنې ریاست دروازې تړلو ضرب‌العجل په غبرګون د دې ولایت سلګونو استوګنو اعتراضیه غونډه جوړه کړې وه.

اعتراض کوونکیو د هرات ولایتي شورا مشر کامران علیزي پر وړاندې شعارونه ورکړل او ویې ویل، چې علیزی زورواکي او خپلسري کوي.

په ولسي جرګه کې د هرات د خلکو استازی فرهاد مجیدي او د پوهنتون استاده مسعوده حسیني وايي، د خلکو لاریون د زورواکو پرضد غږ پورته کول دي.

دوی وايي، کوم کسان چې د ناپوهۍ له وجې راځي، خبرداری ورکوي او د پوهنې دروازه تړي؛ دغه اعتراضونه یې کلک ځواب دی.

تېره اوونۍ د هرات سلګونو اوسېدونکیو د دغه ولایت پوهنې ریاست پر وړاندې اعتراضیه غونډه جوړه کړه او د پوهنې رییس عبدالرزاق احمدي د استعفا غوښتنه یې کړې وه.

د هرات ولایتي شورا مشر کامران عليزي یوې خبري غونډه کې تر یک شنبې ورځې د دغه ولایت د پوهنې ریاست دروازې تړلو خبرداری ورکړی و

د دغه اعتراض په دوام د هرات ولایتي شورا مشر کامران عليزي یوې خبري غونډه کې تر یک شنبې ورځې د دغه ولایت د پوهنې ریاست دروازې په تړلو ټینګار کړی و.

د ولایتي شورا مشر د هرات د پوهنې رییس قومي اختلافونو ته په لمن وهلو او د پوهنې بهیر په سیاسي کولو تورن کړی و، خو د هرات پوهنې رییس دغه ادعاوې بې‌بنسټه بولي.

اوس چې د هرات سلګونه اوسېدونکي د پوهنې له رییس نه په ملاتړ راپورته شوي، د هرات والي ویاند جیلاني فرهاد وايي، د پوهنې بهیر ننګونو څېړلو په موخه هرات ته د ولسمشرۍ ماڼۍ او ولسي جرګې له لوري پلاوی تللی او دغه مسله به په هر اړخیزه توګه وڅېړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام